د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او پکتیکا کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي


Poppy, a female Crowned sifaka, inspects a photographer's camera in the enclosure at the zoo of Mulhouse, France.
Poppy, a female Crowned sifaka, inspects a photographer's camera in the enclosure at the zoo of Mulhouse, France.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د کابل ښار په اتمې ناحیې او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې دوه ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د څانګې مسؤولین وايي، د کابل ښار په اتمې ناحیې کې یو ۱۳ میاشتینی ماشوم د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

د کتلوي معافیت د افهام او تفهیم د برخې مسؤول میوند امریکا غږ ته وویل، دغه ماشوم ته چې د زړه د سوري په ناروغۍ هم اخته دی په منظمه توګه د پولیو څاڅکي ورکول شوي دي.

ښاغلي میوند وویل "دا ماشوم نورې ناروغۍ هم لري او موږ شک لرو چې ممکن د ماشوم معافیتي سیستم کمزوری وي، موږ یې په اړه تحقیقات کوو، تر هغې چې د پېښې د جنیتیکي تحقیقاتو نتایج روښانه شوي نه وي، په دې اړه چې ولې دا پېښه رامنځ ته شوې د نظر ورکول ستونزمن دي".

د میوند پر وینا، سره له دې چې په تیرو دریو کلونو کې په کابل کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې نه وه، خو د افغانستان په ۴۷ ولسوالیو کې، چې د کابل ښار هم په کې شامل دی، ترسره شویو تحقیقاتو ښودلې چې په دغو سیمو کې د پولیو د پېښو ګواښ شتون لري.

له دې مخکې په کابل کې د پولیو وروستۍ مثبته پېښه په ۲۰۱۳ کال کې ثبت شوې وه.

دغه راز، ښاغلي میوند وویل، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم یو ماشوم، چې د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې شوی وو، د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه وویل "په برمل ولسوالۍ کې موږ ستونزې درلودې او د دې تمه کېده چې ښايي په هغه ځای کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شي".

ښاغلي میوند زیاته کړه، په شمالي وزیرستان کې د پولیو زیاتې پېښې ثبت شوي دي او د برمل ولسوالۍ او د شمالي وزیرستان خلک په خپل منځ کې تګ راتګ لري چې له همدې امله دغه سیمه هم اغیزمنه شوې ده.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه په افغانستان کې د پولیو اته مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پولیو د درییم سراسري کمپاین پیل

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د پولیو پنځه ورځنی کمپاین پیل شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز خبریالانو ته وویل، په دې کمپاین کې به د پولیو ۶۷زره کمپاینران ۹ نیم میلیونو افغان ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

هغه وویل، که څه هم د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د پولیو د کمپاین په وړاندې ستونزې شته، خو هڅه کوي چې د دیني عالمانو، قومي مشرانو په مرسته او د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په وړاندې کولو سره، د دغه هیواد په ټولو سیمو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

خو بلخوا د کتلوي معافیت مسؤولین وايي، ښايي په دغه کمپاین کې د افغانستان ځینو سیمو کې د ناامنیو، د لارې د بندیدو او د وسله‌والو مخالفینو د خنډ له امله څه باندې ۲۵۰زره ماشومان د پولیو له واکسین بې برخې پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د افهام او تفهیم مسؤول میوند وویل "هغه څیړنې چې موږ کړې دي ښايي په مختلفو سیمو کې شاوخوا ۲۸۵زره ماشومان په دې کمپاین کې له واکسین پاتې شي".

د هغه پر وینا، د څیړنو له مخې هغه ماشومان چې ممکن په دغه کمپاین کې ورته د پولیو څاڅکي ونرسیږي د ننګرهار، لغمان، کنړ، هلمند او کندز ولایتونو په ناامنو سیمو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG