د لاس رسي وړ اتصالات

ناپیژاندو وسله والو په زابل کې بیا مسافر تښتولي دي


ږدې دوه اونۍ وړاندې وسله والو د زابل په ولایت کې اوه برمته شوو مسافرو څخه سرونه پرې کړې وو.
ږدې دوه اونۍ وړاندې وسله والو د زابل په ولایت کې اوه برمته شوو مسافرو څخه سرونه پرې کړې وو.

په زابل کې چارواکي وایي نن سهار بیا مخ پټو وسله والو ددغه ولایت مرکز سره نږدې د کابل کندهار له لویې لارې څخه نږدې اولس مسافر تښتولي دي.

په کندهار کې د ټرانسپورټي شرکتونو چارواکي وایي ناپیژاندو وسله والو نن سهار د پنځه بجو په شاوخوا کې د کابل کندهار په لویه لاره د کلات ښار سره نږدې له بسونو تر اوولسو مسافر راښکته کړي او یو نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

په زابل کې امنیتي سرچینو امریکا غږ ته د دغه ولایت د نوراک په سیمه کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا د مسافرو د تښتولو پیښه تائید کړې خو دا یې نه دي ویلي چې څو کسه مسافر د کومې ډلې له خوا برمته شوي دي.

د زابل د ولایتي شور رئیس عطاجان حق بیان هم امریکا غږ ته د مسافرو برمته کول تائید کړي دي خو ښاغلي حق بیان د برمته شوو مسافرو شمیر شل تنه ښودلی دی.

د کندهار په ښار کې د احمدشاه ابدالي د بس ترانسپورټ یو چارواکي حاجي اغاجان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې مخ پټو ناپیژاندو وسله والو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د یوه ساعت لپاره کابل - کندهار لویه لاره د زابل د نوراک په سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړلې وه.

حاجي اغاجان وویل چې وسله والو د ټولو ترانسپورټي شرکتونو مربوط بس موټرو تالاشي واخیستله او تر اولسو پورې مسافر یې له بسونو ښکته او نامعلوم لوري ته له ځان سره یوړل.

د احمدشاه ابدالي بس ډرایورانو ویلي چې وسله وال د کندهار- کابل په لویه لاره نوراک سره د یو نړیدلي پل په څنګ کې چې په دغه لاره د یوې امنیتي پوستې څخه یې یو نیم کیلو متر فاصله لرله دغې لارې ته راوتلي وو او د بسونو تالاشي یې واخیستله.

دا د کابل کندهار په لویه لار د زابل په مربوطاتو کې د مسافرو تښتولو لومړنئ پیښه نه ده تر دې دمخه هم وسله والو د همدې ولایت په مربوطاتو کې ۳۱ هزاره مسافر خاک افغان ولسوالۍ ته تښتولي وو.

همداشان وسله والو د روان کال په اوږدو کې درې ځلې د غزني ولایت په مربوطاتو کې د کابل کندهار د لویې لارې څخه یو شمیر مسافر برمته کړي وو چې زیات شمیر یې بیرته راخوشې شوي دي.

د روانې میاشتې په سر کې د داعش وسله والو د زابل په ولایت کې د ۷ هزاره مسافر څخه چې د یوې ځوانې نجلئ په ګډون درې ښځې او څلور سړي پکې شامل وو، سرونه پرې کړي وو چې په افغانستان کې ددغې پیښې د غندنې لباره یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG