د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د خوراکي توکو د وارداتو کچه بوږنونکې ده


ولسمشر غني د کر کېلي او نورو تولیداتو په برخو کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې حکومت به د دغې ونډې د لازیاتولو هڅه وکړي.
ولسمشر غني د کر کېلي او نورو تولیداتو په برخو کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې حکومت به د دغې ونډې د لازیاتولو هڅه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې په کابل کې د کرنیزو محصولاتو په پنځلسم نړیوال جشن کې خبرې کولې وویل، افغانستان یوازې سږکال ۶۰۰زره ټنه غنم له بهر پیریدلي.

ولسمشر غني ډاډ ورکړ چې سکتوري وزارتونه په ګډه کار کوي چې راروانو څلورو کلونو کې د اوبو، کرنیزو ځمکو، اصلاح شویو تخمونو او نورو اړوندو وسایلو په برابرولو سره د هېواد کرنیز تولیدات لوړ کړي.

هغه وویل که په افغانستان کې کرنه او کرنیز تولید ته پام زیات شي، له نورو هېوادونو څخه به اړتیا وړ واردات کم او افغانستان به تر یوې اندازې په ځان بسیا شي؛ هغه زیاته کړه چې د کرنیزو تولیداتو زیاتول د افغانستان سولې او ثبات ته هم ګټور پریوزي.

د کابل نړیوال کرنیز جشن به درې ورځې روان وي. په دغه جشن کې د افغانستان زراعتي محصولات او د افغان مېرمنو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي. پر ۱۵۵ افغان کرنیزو شرکتونو سربېره د ښځو د لاسي صنایعو ۱۷ شرکتونو هم خپل تولیدات نندارې ته اېښي دي.

په نړیوالو بازارانو کې افغان کرنیزو او نورو توکو ته د بازارونو موندل د دغه جشن مهم هدف بلل کیږي.

کلیوالې ښځې

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو له نړیوال جشن سره همهاله، د کلیوالو ښځو ورځ هم ونمانځل شوه.

ولسمشر غني د کر کېلي او نورو تولیداتو په برخو کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې حکومت به د دغې ونډې د لازیاتولو هڅه وکړي.

نوموړي وویل "افغانې مېرمنې په تولید کې مهمه برخه لري، خو پېسې یې جیب ته نه ورځي؛ د هغوی کار، په کار نه حسابوو، کله چې په پوهنتون کې وم، تل به مې شاکردان پوښتل چې مور مو څه کار کوي، ویل به یې بېکاره ده. ۱۶ او ۱۸ ساعتونه کار کوي، خو بیا هم بېکاره ده، تر دې بېکارۍ لا وګرځم. "

په همدې حال کې د ولسمشر مېرمنې، رولا غني، د یو پرمختللي افغانستان لپاره د ښځو پر ونډې ټېنګار وکړ او ویې ویل چې ښځې باید په ټولو چارو کې مساوي برخه ولري.

د کلیوالیو مېرمنو استازو، ولسمشر ته په یو پرانستي لوستل شوي لیک کې له حکومت څخه وغوښتل چې د کلیوالو ښځو د فعالیتونو ننګه وکړي، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ورته لا زمینې برابرې کړي.

کلیوالیو ښځو همدغه راز د ښځو د فعالیتونو او د کرنیزو تولیداتو د لا زیاتولو لپاره د یوې ځانګړې پراختیایي بودیجې غوښتنه هم وکړه.

د کلیوالو ښځو ورځ د ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د اکتوبر په پنځلسمه نمانځل کیږي، خو دا لومړی ځل و په افغانستان کې په رسمي ډول ونمانځل شوه.

XS
SM
MD
LG