د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود: د ملي یووالي حکومت په یوه خوله خبرې نه کوي


ښاغلي مسعود په خپلو څرګندونو کې حالاتو د سمولو لپاره تر راتلوونکو شپږو میاشتود یوې لویې جرګې د جوړیدولو وړاندیز هم وکړ.
ښاغلي مسعود په خپلو څرګندونو کې حالاتو د سمولو لپاره تر راتلوونکو شپږو میاشتود یوې لویې جرګې د جوړیدولو وړاندیز هم وکړ.

په افغانستان کې د ملي آجندا د بهیر مشر احمد ولي مسعود وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې د ملي یووالي حکومت په خپلو کارونو کې ډیر بریالی نه و او د یو متعادل جوړښت نه برخمن هم نه و.

د ملي آجندا د بهیر مشر احمد ولي مسعود چې نن په کابل کې" افغانستان په کوم لوري روان دی " تر نامه لاندې یوې جوړې شوې غونډې کې وویل که څه هم د ملي وحدت حکومت جوړیدل د هغه وخت د حالاتو اړتیا وه ، خو په خبره یې جوړیدل یې د افغانستان خلکو لپاره ګټور نه وو.

ښاغلي مسعود وویل "نوي مدیریت کوم فوق العاده رهبریت ښکاره کړی نه دی ، تاسې وګورئ د ظرفیت کمښت ته ، ریښتنې اراده او د یو ځای کار کولو اراده شتون نه لري چې دا یوه له ستونزو څخه شمیرل کیږي".

د افغانستان د ملي آجندا مشر د ملي یوالي په حکومت کې دننه ستونزو ته هم اشاره وکړه وویل چې د نهو میاشتو په تیریدلو دوه یو ځای شوي ټیمونه د ډیرو مسلو په باب یو ډول نظر نه لري.

ښاغلي مسعود وویل" په خپل منځ کې لازم اعتماد نه لري ټیمونه سره یو ځای نه دي، دولت یو لاس نه دی ،‌د افغانستان خلک ډاډمن نه دي د ملي وحدت حکومت ګرم نه دی کاري چلند ګرم دی او دا باید اصلاح شي".

ښاغلي مسعود زیاته کړه چې په بهرني سیاست کې د ملي یووالي حکومت څخه څو غږونه پورته کیږي چې ددغه کار دوام به افغانستان له لوی ګواښ سره مخ کړي.

ښاغلي مسعود چي د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوه په خپلو څرګندونو کې حالاتو د سمولو لپاره یو لړ وړاندیزونه هم وړاندې کړل چې په کې تر راتلوونکو شپږو میاشتود یوې لویې جرګې د جوړیدولو وړاندیز هم شامل وو.

د ملي آجندا په دغه غونډه کې یو شمیر سیاسي څیرو وویل چې افغانستان له اظطراري حالت سره مخ شوی دی او باید ورته جدي پاملرنه وشي.

سیاسي کارپوه خلیل رومان دې غونډې ته وویل چې د افغانستان د ستونزو په تشخیص کې ستونزې شته او باید ورته په جدي توګه پاملرنه وشي.

د ښاغلي‌ رومان په وینا باید په افغانستان کې له شته ظرفیتونو څخه ګټه واخیستل شي او د روانو ناخوالو مخه ونیول شي.

ښاغلي رومان وویل " که چیرته موږ په افغانستان کې اداره ، قضا او قانون جوړونه ملي کړای شو او له سمتي او هر راز غوښتنو څخه یې لیرې وساتو نو بیا کوچنۍ حلقې له منځه ځي او لویې حلقې تر پوښښ لاندې راولي او موږ د ثبات پر لوري ځو".

د ملي آجندا د بهیر چارواکي وایي چې د ملي وحدت حکومت باید نړیوالو سره د داسې هوکړه لیکونو په لاس لیک کولو تکیه ونه کړي چې ملت ترې خبر ونه اوسي.

د ملي آجندا بهیر چارواکي وایي په یوې طرحې هم کار کوي چې پایلې به یې د ملي وحدت حکومت ته وسپاري ترڅو ددغو چارواکو په وینا د افغانستان د حالاتو په سمولو کې دغه حکومت سره مرسته وکړي.

د ملي‌ آجندا بهیر ددې دمخه هم ورته کنفرانسونه او غونډې جوړي کړي دي.

تر اوسه د ملي یووالي حکومت د ملي اجندا د بهیر د مشر دغو څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی خو د دغه حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې دې هم د خپل حکومت د کړنو څخه ډیر راضي نه دی.

XS
SM
MD
LG