د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود: فساد، ناامني او زورواکي د ښې حکومتوالۍ مخه ډپ کړې


احمدضیا مسعود نن په کابل کې د ښې حکومتوالۍ لومړني علمي څیړنیز سیمینار ته وینا کوله
احمدضیا مسعود نن په کابل کې د ښې حکومتوالۍ لومړني علمي څیړنیز سیمینار ته وینا کوله

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغان ولسمشر خاص استازی احمدضیا‌ مسعود وايي، یو لړ عمده عوامل په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو په وړاندې خنډ شوي دي.

ښاغلي مسعود چې د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د ښې حکومتوالۍ لومړني علمي څیړنیز سیمینار ته وینا کوله، په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو په وړاندې پرتې ننګونې او د هغو د لرې کولو لپاره یې موجود فُرصتونه او قوتونه په ګوته کړل.

هغه وویل "زموږ ستونزې څه دي؟ په هیواد کې د تروریستي ډلو او پراخې ناامنۍ موجودیت، په درې‌ګونو قوو کې د اداري فساد موجودیت، د سیاسي فساد موجودیت او د ملي سیاسي ګوندونو نه شتون، د بشري حقونو نقضول، د شفافیت حساب ورکولو نه شتون، د قانون د حاکمیت په ټینګولو کې د زورواکانو حاکمیت، د اداري تراکم او د مرکزي نظام موجودیت، د موازي پروژو او پروګرامونو موجودیت، د نړیوالو بنسټونو مشروطې برنامې، د ادارو په پراختیايي پروګرامونو کې د وتلو استراتیژي نه شتون او د دغو برنامو د ساتنې او دوام لپاره د لازم ظرفیت نه شتون، دا زموږ اساسي ستونزې دي".

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي خبرداری ورکړ، تر هغې چې په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره جدي ګامونه پورته نشي، په دغه هیواد کې به د خلکو د خوښې حکومتوالي رامنځ ته نشي.

ښاغلي مسعود د بیروکراتیک او دودیز نظام موجودیت، د بودیجې د عملي کولو لپاره د ظرفیتونو نه شتون، په برنامو کې د خلکو د غوښتونو پر بنسټ د همغږۍ نه شتون، د اداري فساد پر وړاندې د قاطعیت نه شتون، د انکشافي برنامو په برخه کې د ملي ستراتیژي نه شتون او د اصلاحاتو پر وړاندې د حساسیتونو او مافیايي چلند موجودیت، د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د افغان حکومت د کمزورتیاو په توګه یادې کړې.

ښاغلي مسعود د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو لپاره په اوږد مهال کې د پارلماني نظام په رامنځ ته کولو او د دولتي سیستم په بريښنايي کیدو ټینګار وکړ.

هغه دغه راز په افغانستان کې د موجودو فُرصتونو او قوتونو یادونه وکړه، چې پر وینا يې په دغه هیواد کې به د ښې حکومتوالۍ له رامنځ ته کولو سره مرسته وکړي.

ښاغلي مسعود وویل "د ملي تړون د پروګرام تطبیق، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول، د بنسټیزو اصلاحاتو تطبیق، له حکومت سره د خصوصي سکتور د کار لیوالتیا، د پارلماني، جمهوري ریاست او ښاروالیو شفافې ټاکنې، له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ، په هیواد کې د نړیوالو بنسټونو شتون، د رسنیو او مدني ټولنې شتون، د ځوان او متخصص نسل شتون او د اصلاحاتو د تطبیق لپاره د زمینې شتون زموږ لپاره د فُرصتونو او قوت ټکي دي".

د ښې حکومتوالۍ علمي څیړنیز سیمینار کې، چې په کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ څیړونکي، د کابل پوهنتون استادان او د یو شمیر نورو څیړنیزو بنسټونو کارکوونکي ګډون لري، هڅه کیږي تر څو په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ پر وړاندې د پرتو ننګونو څیړنه وکړي او له موجودو فُرصتونو څخه په ګټې اخیستنې ورته د حل لارې چارې پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG