د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو کمیسیون: افغانستان کې معلولیت لرونکو سره دوه‌ګونی چلند کیږي


د هندیکپ موسسې د سروې له مخې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو شمیر ۲.۷ میلیونو ته رسیږي.
د هندیکپ موسسې د سروې له مخې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو شمیر ۲.۷ میلیونو ته رسیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دغه هیواد د معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت په اړه په خپل تازه رپوټ کې د معلولیت لرونکو پر اوسني وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې لا هم په افغانستان کې له دغو وګړو سره دوه‌ګونی چلند کیږي.

په دغه ریپوټ کې راغلي، د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۵ عیسوي کال کې د هندیکپ په نوم یوې موسسې له خوا ترسره شوې، په هره کورنۍ کې یو معلولیت لرونکی وګړی شته چې مجموعي شمیره یې ۲.۷ میلیونو ته رسیږي.

ریپوټ وايي، چې له دې شمیرې ۸۴۰ زره وګړي له جدي معلولیت سره مخ دي او څه د پاسه ۱۱۰ زره نور په مستقیمه او یا غیرمستقیمه توګه د وروستیو جګړو له امله معلول شوي دي.

د ریپوټ له مخې، ۴۰۰ زره وګړي د سترګو او د ۵۰۰ نه نیولې تر ۶۰۰ زره نور بیا د غوږونو له معلولیت سره مخ دي.

د معلولیت لرونکو وګړو جدي ستونزې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل ریپوټ کې ویلي، شاوخوا ۱۱۰ زره هغه کسان چې د ناامنیو او نورو پیښو له امله د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي او د قانون له مخې ورته هره میاشت تر ۵۰۰۰ افغانۍ تنخواه ورکول کیږي، دغې چارې نور هغه معلولیت لرونکي وګړي خواشیني کړي، چې جنګي معلولیت لرونکي نه شمیرل کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له معلولیت لرونکو وګړو سره پر دغه دوه‌ګوني چلند اندیښنه ښودلې.

دغه کمیسیون په خپل ریپوټ کې، جګړه، ناامني، د روغتیايي او ټولنیزو آسانتیاوو نشتوالی او د حفاظتي لارښونو نه مراعاتول په افغانستان کې د معلولیتونو لوی لاملونه بللي او ویلي یې دي، چې لا هم د دغه هیواد ماشومان د پولیو د ویروس ښکار کیږي.

د بشري حقونو کمیسیون د ریپوټ له مخې، د سترګو اکثره معلولیت لرونکي وګړي زده‌کړو ته د نه لاسرسي له امله کړیږي او د ذهني معلولیت لرونکو د روغتیايي وضعیت د سمون لپاره هیڅ ډول پروګرامونه شتون نه لري.

دغه کمیسیون اندیښنه ښودلې، چې ذهني معلولیت لرونکي په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي او ان ځینې کورنۍ د ذهني معلولیت لرونکو د ورانکارۍ د مخنیوي په خاطر، د هغوی پښې او لاسونه په ځنځیرونو تړي.

د بشري حقونو کمیسیون په خپل ریپوټ کې ویلي، چې یو شمیر کورنۍ د ذهني معلولیت لرونکو له ورانکارۍ څخه د خلاصون لپاره، هغوی له کورونو څخه شړي، په داسې حال کې چې له کور څخه بهر د دغو وګړو د ساتنې لپاره کوم دولتي او یا شخصي بنسټ هم فعالیت نه کوي.

د کمیسیون ریپوټ کې ویل شوي "په ځانګړې توګه یو شمیر دغه ډول معلولیت لرونکي له لسونو کلونو څخه د زیات عمر درلودونکې نجونې دي او د دې احتمال شته چې ورباندې د جنسي تیری وشي."

وړاندیزونه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، که څه هم د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په اړه په افغانستان کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي او په قوانینو کې د اصلاحاتو د رواستلو لپاره افغان حکومت یو لړ کارونه ترسره کړي، خو لا هم په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا لیدل کیږي.

دغه کمیسیون په خپل ریپوټ کې د معلولیت لرونکو د وضعیت د ښه کیدو لپاره افغان حکومت، پارلمان او رسنیو ته یو لړ وړاندیزونه کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومت څخه غوښتي، چې د معلولیت لرونکو د حقونو او امتیازیاتو په قانون کې د تعدیل لپاره د دغه کمیسیون وړاندیزونه تصویب او توشیح کړي.

کمیسیون زیاته کړې "د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت دې ژر تر ژره د معلولیت لرونکو وګړو او هغه ښځې او ماشومان چې ذهني معلولیت لري، د ستونزو د حل لپاره اړین تدابیر ونیسي او له نورو وزارتونو سره په هماهنګۍ کې، د مرستونونو او مرکزونو په جوړولو سره د هغوی له بشري حقونو څخه ملاتړ وکړي."

کمیسیون د افغانستان له پارلمان څخه غوښتي چې د کڼو او نابینا وګړو په اړه د مراکش کنوانسیون تصویب کړي او دغه راز له رسنیو څخه یې غوښتنه کړې، چې د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو د خوندیتوب او له هغوی څخه د ملاتړ په خاطر عامه پوهاوی وکړي.

XS
SM
MD
LG