د لاس رسي وړ اتصالات

د ایر ایشیا د لویدلې الوتکې د نورو مړو او ټوټو موندل


د ایر ایشیا د ورکې شوې الوتکې د پیښې د قرباینانو خپلوان
د ایر ایشیا د ورکې شوې الوتکې د پیښې د قرباینانو خپلوان

په داسې حال کې چې د ژغورنې عملې د جاوا په سمندرگي کې له هغې ساحې څخه چې ویل کیږي د ایر ایشیا الوتکه په کې غورځیدلې نور مړي هم د جمعې په ورځ را وایستل، اندونیزیایي چارواکو وویل چې تر اوسه یې په مجوعي ډول د ٣٠ کسانو مړي موندلي چې په هغو کې د الوتکې یوه کوربنه چې یونیفورم یې په تن و هم شامله ده.

د ژغورنې عمله وایي دوی وروسته له هغې چې نن د جمعې په ورځ لږ څه هوا بهتره شوه، د اوبو لاندې پلټنې او لټونې نور وسایل هم په کار اچولي تر څو د الوتکې بدنه او نور جسدونه هم ومومي.

اندونیزیایي چارواکي د جمعې په ورځ په داسې حال کې د دیرش مړو د موندلو خبره وکړه چې څه دپاسه لس مړي نن د جمعې په ورځ ترلاسه شول چې زیات شمیر یې د امریکا د متحده ایالتونو سمندري بېړۍ راایستلي دي.

د اندونیزیا د ایر ایشیا، ایربس A ٣٢٠ الوتکه د یکشنبې په ورځ د ١٦٢ سپرلیو سره د رادار له ساحې ووتله.

په سیمه کې خراب جوي حالات په پرلهپسې توگه د ژغورنې د عملې هڅې د خنډ سره مخامخ کوي او د الوتکې د بدنې د موندلو لپاره د هغوی کوشش چې غواړي دیرش یا پنځوس میتره د سمندر تل ته ښکته شي ستونزمن کوي. هغوی غواړي هغه تور څیز ته ځان ورسوي چې د سمندري صوتي دستگاو په وسیله په نښه شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د هوا پیژندنې ادارې وړاندوینه کوي چې سخت باران به دیکشنبې تر ورځې دوام وکړي.

یو اندونیزیایي چارواکي خبرداری ورکړی چې د جاوا په سمندرگي کې ښایي د الوتکې د بدنې او د هغې د مهم تور بکس موندنه چې د پرواز معلومات په کې ثبت کیږي، ښایي یوه اونۍ وخت ونیسي.

د امریکا د سمندري ځواک اوم یونټ د جمعې په ورځ وویل چې دوی یوه دوهمه بېړۍ هم د پلټنې ساحې ته لیږدولې ده چیرته چې د امریکا د یو اس اس سامپسون بېړۍ همدا اوس په مرسته بوخته ده.

XS
SM
MD
LG