د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په هوایي برید کې دیرش وسله وال وژل شوي


چارواکي وایي د کندهار د بند تیمور په سیمه کې په هوایي برید کې بهرنیو ځواکونو هم افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده.
چارواکي وایي د کندهار د بند تیمور په سیمه کې په هوایي برید کې بهرنیو ځواکونو هم افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

کندهارکې چارواکي وایي، تیره شپه شاوخوا یوه بجه د دغه ولایت د میوند په ولسوالۍ کې د طالبانو د وسله والو په څلور لینډکروزوهوایي بریدونه شوې چې له امله یې دیرش وسله وال طالبان وژل شوي دي.

پيښه تيره شپه د کندهار ولایت د لويديځې ولسوالۍ ميوند د بند تیمور په سیمه کي رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پوليسو وياند ضيادراني امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې په وژل شويو وسله والو کي څلورتنه سيمه ييز طالب قومندانان هم شامل دي .

ضیا دراني وویل، چې وسله وال په څلورو لنډکروزر موټرو کې سپاره وو اوغوښتل يې چې په دغه ولسوالۍ کې پر امنيتي مرکزونو باندي ډله ييز بريدونه تر سره کړي چې د مخکنیو استخباراتي معلوماتو پر اساس پرې هوایي بریدونه وشول او بریدکوونکي یې له منځه یوړل .

د ميوند ولسوالۍ د کندهار په لويديځ کې د هلمند د نا ارامه ولايت سره په څنگ کې پرته ولسوالې ده چې د دولت وسله وال مخالفان پکښې فعاله حضور لري .

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه رسنيو ته کومه تبصره نده کړې .

د بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وایي، په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د نهو ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې ترسره شوي ۶۲ وسله وال مخالف چې پنځه سیمه ایز قوماندانان او دوه د داعش وسله وال هم په کې شامل دي وژل شوي، ۲۸ تنه چې پنځه یې د داعش وسله وال دي ټپیان شوي او دوه تنه نیول شوي دي.

د دفاع وزارت په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات د ننګرهار، پکتیکا، ، میدان وردک، غزني، کندهار، فراه، بدخشان، تخار او هلمند په ولایتونو کې ترسره شوي چې په پایله کې یې د ملي اردو اوه منسوبین هم وژل شوي دي.

د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د افغانستان د دفاع وزارت د دغې ادعا په هکله تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG