د لاس رسي وړ اتصالات

تري تم شوې الوتکه ښایي د سمندر په تل کې وي


د اندونیزیايي الوتکې دپاره د پلټنې ماموریت د هوا د خرابوالي سره سره دوام لري.
د اندونیزیايي الوتکې دپاره د پلټنې ماموریت د هوا د خرابوالي سره سره دوام لري.

د اندونیزیا د ژغورنی او پلټنې ملی اداره وایی د ایر آسیا په نوم تري تم شوی جت الوتکه ښایی د سمندر په تل کی وي. ددې ادارې مشر سولیستیو بمبنگ وایي داسې اټکل کیږي چې دری سوه شل ډوله ایربس جت الوتکه د خپلو یو سلو دو شپیتو مسافرینو سره د یکشنبې په روځ د اندونیزیا د ساحل په جاوا نومي سمندر کې لویدلې وي.

ښاغلی بمبنگ سولیستیو زیاته کړه «د هغو ځانگړو معلوماتو پر بنسټ چې مونږ ته راکړ شوي او د ارزونی نه وروسته داسې ښکاري چې الوتکه په اوبو کې پرځیدلې ده. اوسنۍ فرضیه وایي چې دا الوتکه اوس د سمندر په تل کې ده.»

ویره دا ده چې دا الوتکه د خپل سفر په نیمایي کې په سمندر کې لویدلې وي.
ویره دا ده چې دا الوتکه د خپل سفر په نیمایي کې په سمندر کې لویدلې وي.

ددې الوتکې د موندلو دپاره د نړیوالو هڅو په ماموریت کې الوتکې بیړۍ او هلی کوپتر هم شامل دي چې په ترڅ کې یې د امریکا په گډون گڼ شمیر هیوادونه سره یو ځای شوي دي.

چین هم د پلټنی په عملیاتو کې د مرستی وړاندیز کړی دی. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل «مونږ پدې الوتکه کې د مسافرینو د خوندیتوب په اړه خورا اندېښمن یو. مونږ هم هماغه درد احساسو چې ددوی خپلوان یی گالي مونږ گوروو چې په پوره ځیر سره د پلټنی عملیات هم جریان لري چین له د خوا نه اندونیزیا ته ویلي چې مونږ په عاجله توگه د الوتکو او بیړیو استولو دپاره او پدې پلټنو کی د اندونیزیا د نورو اړتیا د پوره کولو دپاره چمتو یو.»

د مسافرینو خپلو خپلوان او دوستان د امید نښې نښو نښانو پسې گرځي
د مسافرینو خپلو خپلوان او دوستان د امید نښې نښو نښانو پسې گرځي

خو بیا هم پداسې حال کې چې د مسافرینو خپلو خپلوان او دوستان د امید نښو نښانو پسې گرځي، د الوتکې د موندلو دپاره د پلټنې هڅې نن بیا پیل شوې.

اندونیزیا تر اوسه پورې د ژغورنی اوه و بیړۍ او دری هلی کوپتر په کار گمارلي دي. تر څو د کاریماتا په تنگې او د بلی تنگ په نوم ټاپو سره نږدې ساحلی برخه کې د پلټنو عملیاتو سره مرسته وکړي. ښاغلی بمبنگ سولیستیو د پلټنې د عملیاتو نور جزییات داسې ورکړل،

«تر اوسه پورې مونږ ټول د الوتکې د پلټنې پر ماموریت اخته یو. تر دې وړاندې به د بانکا ټاپو ته ځو نورې پلټنکی بیړۍ هم نږدې سیمې لټوي خو تر اوسه هیچا د الوتکې ټوټې او برخې ندي موندلې.»

د اندونیزیا د هوایي قواو یوه ډله د پروازونو له لارې د سیمې څار ته دوام ورکوي.
د اندونیزیا د هوایي قواو یوه ډله د پروازونو له لارې د سیمې څار ته دوام ورکوي.

پدې اړه د نیکول گیو په نوم د ایر ایشیا د هوایی شرکت د دوشنبې د ورځې یوې مسافرې خپل غبرگون داسې څرگند کړ «دا خورا ناوړه پېښه ده. مونږ دری میاشتی مخکې خپل پروازونه تنظیم کړي و نو پرته لدې چې دعا وکړو نور هیڅ هم نشوای کولای. مونږ خو په پیل کې په پروني پرواز کی باید تللي وای خو هغه واده دپاره چې راغلي و هغه تر ځنډه دوام وکړ او مونږ باندی ناوخته شو او پرواز مو یوه ورځ وروسته تنظیم کړ.»

د پلټنې پدې نړیوال ماموریت کې د متحده ایالتونو په گډون څو څو هیوادونه سره یو ځای شوي دي
د پلټنې پدې نړیوال ماموریت کې د متحده ایالتونو په گډون څو څو هیوادونه سره یو ځای شوي دي

د اندونیزیا د عامه ارتباطاتو د ادارې ر ئیس د تري تم شوی الوتکی د مسافرینو خپلو خپلوانو او دوستانو ته د پلټنې د دوام ډاډ ورکوی.

هغه وویل «مونږ به هر څه چې لرو پدی ولگوو او تر نهایی حد پورې به خپل زیار ته دوام ورکړو تر څو دا ورکه شوې الوتکه ومومو.»

دا مسافر وړونکی الوتکه د اندونیزیا د سورابایا د ښار څخه د سینگاپور په هدف روانه شوې وه
دا مسافر وړونکی الوتکه د اندونیزیا د سورابایا د ښار څخه د سینگاپور په هدف روانه شوې وه

دا مسافر وړونکی الوتکه د سینگاپور په هدف د اندونیزیا د سورابایا د ښار څخه را روانه شوې وه او د خپل سفر د نیمایی برخې مزل یې هم وهلی و چې ناڅاپي له رادار څخه پناه او تری تم شوه. پدې الوتکه کې یو سلو نهه څلویښت تنه اندونیزیاییان، دری د جنوبی کوریا اتباع، یو برتانوی یو مالیزیایئ او یو د سینگاپور څخه مسافرین پکی سپاره و. د الوتکې اوه تنه عمله شپږ اندونیزیاییان او یو فرانسوی تبعه شامل و.

XS
SM
MD
LG