د لاس رسي وړ اتصالات

د ایربس شرکت د کال ترپایه الوتونکی موټر جوړوي


airbus flying car
airbus flying car

د ایربس ګروپ شرکت رئیس د دوشنبې په ورځ وویل په پام کې لري چې د روان عیسوي کال تر پایه د خپله پرواز کونکي موټر آزمایښتي نمونه وآزمايي.

د ایربس شرکت تیرکال د ښاري هوايي ترانسپورت یا Urban Air Mobility په نامه یوه برخه جوړه کړه چې د الوتونکي موټر او یا د هلیکوپتر په شان د داسې یوه موټر په جوړولو فکر او کار وکړي چې ډیر خلک و ليږدولی شي.

د ایربس شرکت عمومی رییس ټام اندرز د جرمني په مونیخ کې د ډیجټل ټکنالوژۍ په یوه کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل " سل کاله مخکې د ښاري ترانسپورت اسانتیاوې ترځمکې لاندې جوړېدې اوس یې مونږ باید د موجودې تکنالوژۍ پرمټ بیرته د ځمکې سرته راپورته کړو". هغه همدارنګه وویل چېد ایربس شرکت ښايي د روان کال ترپایه د داسې یوه الوتونکي موټر ازمایښتي نمونې ته پرواز ورکړي چې یو کس به لیږدولی شي.

هغه زیاته کړه دا ډول یو موټر به له پاکې انرژۍ څخه ګټه اخلي چې ښاري محیط ککړ نه کړي.

نوموړي زیاته کړه په ښارونو کې د هوايي ترانسپورت د اسانتیاوو په جوړېدو سره، د ښارونو پرمختیايي بودیجې سپمیږي،ځکه نور د کانکریټي پلونو او سړکونو جوړولو ته اړتیا نه پیداکیږي.

ښاغلي اندرز همدارنګه وویل د ایربس شرکت چې معمولاً د تجارتي مقاصدو لپاره هلیکوپترې جوړوي، ځکه د الوتونکي موټر جوړولو ته مخه کړه چې د چلولو اتومات سیستمونه او مصنوعي ذکاوت دمګړۍ د تکنالوژۍ د پرمختګ مهم اړخ جوړوي او دوی نه غواړي چې په دې برخه کې خپله ونډه له لاسه ورکړي.

د ایربس شرکت یو ویاند په ښاري هوايي ترانسپورت کې د دغه شرکت د پانګونې د څرنګوالي په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG