د لاس رسي وړ اتصالات

د ایسا شړل شویو مامورانو د خپل مشر پر ضد لاریون وکړ


لاریون کوونکي دعوه کوي چې د ایسا مشر قربان حقجو د یو لړ سیاسي ملحوظاتو له مخې هغوی له دندو شړلي دي.
لاریون کوونکي دعوه کوي چې د ایسا مشر قربان حقجو د یو لړ سیاسي ملحوظاتو له مخې هغوی له دندو شړلي دي.

نن په کابل کې د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې له کاره ګوښه شوو په لسګونو پخوانیو کارکوونکو د یوه لاریون په ترڅ کې د ایسا د ادارې پریکړه سیاسي وبلله.

دغو لاریون کوونکو چې شمیر یې تر سلو رسیده نن د شنبې په ورځ د ایسا ادارې مخې ته د یو لاریون په ترڅ کې ادعا وکړه چې دوی د ایسا د ادارې د نوي مشر محمد قربان حقجو له خوا د سیاسي انګیزو له مخې له کاره لرې شوي دي.

دغو لاریون کوونکو ادعا کوله چې وروسته له هغې چې دوی د ایسا د ادارې د نوي رئیس له خوا له افراد یې کاره ګوښه شول پرځای یې د اجرائیه ریاست له خوا نور کسان پرته د رقابتي ازموینې په دغه اداره کې په کار وګمارل شول.

د دغو له کاره د ګوښه شوو پخوانیو مامورینو په استازیتوب خان اغا احمدزي خبریالانو ته وویل چې که د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې دوی د پیسو د سپما په خاطر له کاره ګوښه کړي وي نو دوی د خپلو تیرو معاشونو په نیمه یې هم بیرته په خپلو دندو کارته چمتو دي.

ښاغلي احمدزي وویل "پرته له دې چې ازاد رقابت ته بست لاړ شي د جوازنامي رئیس د اجرائیه ریاست د محترمې ادارې له خوا معرفي شوی دی، مونږ مکمل اسناد په لاس کې لرو پرته له دې چې هغه ازاد رقابت له لارې پوست اعلان شي هغه مقرریږي ".

دغو لاریون کوونکو ګواښ وکړ چې که یې حکومت غوښتنې ونه اوري، نو دوی به د پارلمان مخې ته لاریون وکړي او د خپلو غوښتنو لپاره به د خپل مدني حقوقو څخه ګټه پورته کړي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د ایسا ادارې نوي رئیس د دغې ادارې ۱۳۰ تنه مامورین په ډله ایز ډول د دغې ادارې په تشکیلاتو کې د یو شمیر بستونو د له منځه وړولو وروسته له کاره ګوښه کړل.

د ایسا اداره وایي چې دا کار د دغې ادارې نوي رئیس د خپل یو درې کلن پلان د عملي کیدو لپاره کړی دی.

خو د ایسا ادارې د پانګونې د هڅونې مرستیال احمدولي مجیدیار وایي چې کوم مامورین چې له کاره ګوښه شوي هغوی ته ویل شوي چې کولای شي د دغې ادارې په نورو پوستونو ته د ازاد رقابت له لارې ځانونه کاندید کړي چې که چیرې وړتیا ولري نو بیرته به په نوو پوستونو په کار وګمارل شي.

ښاغلي مجیدیار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل "داسې نه وه چې یې له کاره ګوښه کړې وو بلکې بستونه چې د پلان سره يې سمون نه درلود له منځه وړي دي او کارکوونکو ته يې ویلي دي چې تاسو کولای شئ چې نورو پوستونو ته کاندید او د ازاد رقابت له لارې بیرته نوي پوستونه ونیسئ ".

د افغانستان د پانګونې اداره د خپلو چارو د پرمختګ لپاره د هغو پیسو څخه کار اخلي چې موسسو ته د جواز له لارې دغې ادارې ته ورکول کیږي.

د دغې ادارې ستره دنده په افغانستان کې خصوصي پانګه اچوونکو ته د پانګې اچونې د امکاناتو برابرول دي.

XS
SM
MD
LG