د لاس رسي وړ اتصالات

عابدي: د ولسمشر او اجرائيه رئیس ترمنځ اختلافات حل شوي


د ولسمشر ویاند وايي د نظر تفاوتونه وي، او ددغو تفاوتونو لپاره لارې لټوي او میکانیزمونه ګوري.

د ولسمشر ویاند وايي د نظر تفاوتونه وي، او ددغو تفاوتونو لپاره لارې لټوي او میکانیزمونه ګوري.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي له امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ چې کوم اختلافات وو اوس حل شوي او دا اختلافات د حل وړ وو.

له وړاندې ویل کېدل، چې د ولسمشر غني او اجرائیه رئيس ترمنځ په ټاکنیزو اصلاحاتو او د دفاع په وزارت کې په ګمارنو اختلافاتو موجود ول، خو د ولسمشر غني ویاند وايي، چې اوس په ټولو برخو کې دا اختلافونه حل شوي دي.

اجمل عبید عابدي وویل‪"‬کوم څه چې موجود وو، هغه حل شوي، او د حل وړ وو.‪"‬

د ولسمشر ویاند وايي د نظر تفاوتونه وي، او ددغو تفاوتونو لپاره لارې لټوي او میکانیزمونه ګوري.

اجمل عبید عابدي که څه هم په ښکاره دا و نه ویل چې اختلافات څه وو او په کوم حد کې وو، خو له وړاندې ځینو منابعو د دفاع وزارت د لوی درستیز په څوکۍ اختلاف ته اشاره کړې وه، چې ګواکې د ډاکټر عبدالله عبدالله د خوښې وړاندیز شوی کس ولسمشر ندی منلی.

اجمل عبید عابدي پدې تړاوو چې ایا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له ولسمشر سره پدې وروستیو ورځو کې خبرې کړي دي او کنه وویل چې ولسمشر غني او جان کیري په خپلو کې خبرې کړي، خو ښاغلي عابدي و نه ویل چې د خبرو موضوع یې څه وه.

تر دې وړاندې د اجرائيه ریاست یوه ویاند ویلي وو، چې جان کیري له اجرائيه رئيس سره هم خبرې کړي دي.

ځینو رسنیو ویلي وو، چې د جان کیري دا خبرې د ملي یووالي د حکومت د لومړنۍ موافقتنامې په سر وې.

د ولسمشر ویاند دا ډول وویل د ولسمشرۍ ماڼۍ پدې کار کوي، چې د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر پارلمان ته معرفي کړي، تر دې وړاندې جنرال افضل لودین دفاع وزارت ته نومول شوی وو، چې بیا له کاندیداتورۍ تېر شو.

دا چې اوس به څوک دې څوکۍ ته معرفي کیږي لا هم معلومه نده.

XS
SM
MD
LG