د لاس رسي وړ اتصالات

عابدي: ارگ د ایران او یا بلې مرجع څخه پیسې ندي غوښتي


اجمل عبید عابدي وویل چې جمهور رئیس په شفافیت باور لري
اجمل عبید عابدي وویل چې جمهور رئیس په شفافیت باور لري

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي له ارګ سره د ایران د مخامخ مرستو په تړاو وویل، چې ارګ له هیڅ مرجع داسې غوښتنه نده کړې.

ښاغلي عابدي وویل ‪"‬جمهور رئیس په شفافیت باور لري، نو پدې اساس جمهوري ریاست، نه یوازې له ایران، بلکې له هیڅ بل حکومت او نه هم له بلې هیڅ مرجعې نه پیسې اخیستي، او نه به هم په اینده کې پیسې واخلي او نه مو له چا غوښتنه کړه.‪"‬

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې له ارګ سره د ایران د مخامخ مرستو خبره راپورته شوې وه.

عابدي: ارګ له ایران او یا له بلې مرجع د پېسو غوښتنه نه ده کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:20 0:00

د افغانستان د ماليي وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د جمهوري ریاست کلنۍ بودیجه څه باندې درې میلیونه ډالره ده.

ښاغلی عابدي وايي، ایران ته د افغان ولسمشر سفر له لاسته راوړنو ډک وو او پدغه سفر کې له ایران سره په دوه اړخیزو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او له مخدره موادو سره په ګډه مبارزه مذاکرې شوي.

هغه امریکا غږ ته وویل دواړو لورو دوه کمیسیونونه موظف کړي، ترڅو په اساسي مسائلو لا زیاتې خبرې وشي، او یوې ګډې اجماع ته ورسیږي.

ایران ته د افغان ولسمشر پدغه سفر کې د داعش د ګډ تهدید په مسئله هم خبرې شوي دي، د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي وايي، افغانستان له نویو ګواښونو سره مخ دی، او ښايي، روان پسرلي او را روان اوړي کې له نوي جنګ سره مخ شي.

ښاغلي عابدي د ننګرهار د وروستۍ پېښې په تړاو دا چې ولسمشر غني ویلي، چې ددې پېښې تر شاه د داعش لاس و، وویل‪"‬ اساسي مسئله دا ده، چې رئيس جمهور په بدخشان کې دا خبره وکړه، چې د جنګ او تهدیداتو نوعیت فرق کړی دی، او مثال په توګه یې دا خبره یاده، چې طالبانو د ننګرهار د پیښې مسؤلیت ندی اخېستی بلکې بالمقابل داعش دغه مسؤلیت اخېستی دی.‪"‬

افغان ولسمشر اشرف غني تېر ماښام له ایران بېرته کابل ته ستون شو او په پام کې ده ددې میلادي میاشتې په پای کې هند ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG