د لاس رسي وړ اتصالات

لا د دفاع وزارت لپاره د چا پر سرهوکړه نه ده شوې


Afghanistan
Afghanistan

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني د ټولو هغو ادارو لپاره چې اوس مهال د سرپرستانو له خوا اداره کیږي د نوو چارواکو د ګمارلو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.

ښاغلي عابدي وویل "د وزارت دفاع په هکله او نورو ټولو پوسټونو ته موږ غواړو یو اجماع ته ورسیږو، هر تصمیم د رئیس جمهور د همدغو دوو اصولو پر اساس کیږي، چې کله دغه اجماع ته ورسیدو او یو کُلي توافق ته ورسیدو هغې نه وروسته به کاندید وزیر ولسي جرګې ته معرفي کړو".

ښاغلي عابدي وویل، له خلکو سره سلاء مشورې، د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب او د افغانستان د نافذه قوانینو رعایت هغه اصول دي، چې له مخې یې ولسمشر پریکړې کوي.

تیره ورځ د ولسي جرګې دوم مرستیال محمد نذیر احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د دفاع وزارت ته د نوي نوماند په غوره کولو سلا کړې ده او د دفاع وزارت پیژندوال جنرال عبدالله حبیبي یې د ملي دفاع وزارت ته د نوماند په توګه غوره کړی دی چې ژر به ولسي جرګې ته معرفي شي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند امریکا غږ ته وویل چې تر هغې چې ولسمشر په رسمي ډول یو څوک ولسي جرګې ته معرفي نه کړي د هرچا نوم چې اخیستل کیږي یوازې اوازه ده او بس.

ښاغلي عابدي وویل "تر اوسه پورې هره خبره چې رسنیو ته کیږي صرف شایعات دي، کله چې تصمیم ونیول شو خلکو ته په ډیر وصاحت سره ویل کیږي".

شاوخوا دوه اونۍ مخکې ولسمشرغني یو پخوانی جنرال افضل لودین د ملی دفاع وزارت څوکۍ ته ونوموه، خو د هغه پر سر د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ اختلافات د دې لامل شول چې جنرال لودین له خپلې نوماندې تیر شي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو نږدې اوه میاشتې وروسته ولسي جرګې د شنبې په ورځ شپاړس نوماند وزیرانو ته په یوه ورځ د باور رایه ورکړه چې ورسره د دفاع د وزارت پرته کابینه بشپړه شوه.

د دفاع وزارت سربیره د سترې محکمې رئیس اود دغې محکمې د عالي شورا یو شمیر غړي او د افغانستان بانک رئیس لا هم د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

عابدي وایي چې ولسمشر غني د دغو څوکیو لپاره وړ کسانو د ګمارلو په سرلاهم مشورې کوي چې په پایله کې به یې د پاتو څوکیو لپاره هم مناسب شحصیتونه غوره شي.

XS
SM
MD
LG