د لاس رسي وړ اتصالات

انور العولقي څوک ؤ؟


انور العولقي څوک ؤ؟
انور العولقي څوک ؤ؟

تندروه ملا ( انور العولقي ) د جمعې په ورځ په یمن کي د امریکا په یوه هوایي حمله کي وژل شویدی.

هغه په امریکا کي زیږیدلی او د القاعدې د تروریستي شبکې یو ډیر مهم غړی او په یمن کي ددغي شبکې یو مشر و.د اوباما حکومت هغه له دې کبله په نښه کړی و چي په امریکا باندي یې تروریستي حملې ترتیبولې. د العولقي نقش د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته ډیر مهم شوی و.

ویل کیږي چي په العولقي باندي چي ډله یې په یمن کي د عربي ټاپو وزمي القاعده نومیږي، د مې په میاشت کي هم یو ځل د امریکا بې پیلوټه الوتکي حمله کړې وه، چي په هغه حمله کي دوه مشکوک یاغیان ووژل سول او خپله دی بچ سو. او تیر کال هم د یوې هوایي حملې نه چي ٣٠ کسه په کي ووژل سول روغ ووت.

انور العولقي په ١٩٧١ کال کي د امریکا د ( نیو مکسیکو ) په ایالت کي زیږیدلی دی. مور او پلار یې یمنیان وو او انګریزي او عربي یې ښه زده وه.

هغه په امریکا کي په څو مسجدونو کي امامت کړی و چي په کي یو د

( سانتیاګو ) هغه مسجد هم و چي هغه دوه تنه به ډیر ورتلل چي د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر په یوولسمه یې په امریکا کي په تروریستي حملو کي لاس درلود.

العولقي کله چي یمن ته ولاړ نو په انټرنیټ کي یې وعظونه شروع کړل او ډیر پیروان یې پیدا کړل.

امریکا او یمن دواړه په هغه پسې ګرځیدل چي په څو تروریستي حملو کي د لاس درلودلو په تور یې ونیسي.

له بلې خوا:

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما پرون د جمعې په ورځ وویل چې په یمن کې د القاعده د شبکې د غړي انور العولقي وژل د عربو په ټاپووزمې کې د دغې شبکې لپاره یوه ستره ضربه ده. العولقي چې امریکایي تابعیت یې درلود، په یمن کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

په سپینې ماڼۍ کې پرون د جمعې په ورځ د جمهور رییس براک اوباما د ویاند نه زیاتې پوښتنې د انور العولقي د وژل کیدو په اړه وې. انور العولقي چې د امریکا تبع ؤ نو د قانون په لحاظ امریکا دا حق نلري چې خپل یو تبع ووژني.

تیر کال په مطبوعاتو کې داسې رپوټونه خپاره شوي ؤ چې د امریکا حکومت انور العولقي د ځینو خاصو کسانو په لیست کې شامل کړیدی چې باید تر هدف لاندې ونیول شي ځکه چې هغه د امریکا په ضد د تروریستي اعمالو سره مرسته کوله. د امریکا د حکومت د همدغې پریکړې له وجې زیات جنجالونه پیدا شول.

د رپوټونو له مخې ښاغلي اوباما ویلي دي چې هغه تګلاره به تعقیب کړي چې د پخواني جمهور رئیس جورج بوش په وخت کې جوړه شویده. پدغې تګلارې کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) او د امریکا پوځ ته دا اجازه ورکړل شویده چې که چیرته قوي شواهد موجود وي نو دوي د امریکا هغه اتباع وژلی شي چې په تروریستي اعمالو کې لاس ولري.

د جمهور رییس اوباما د ویاند جې کارني نه پرون د جمعې په ورځ زیاتې پوښتنې پدې اړه وې چې ایا د العولقي وژل قانوني ؤ او که نه. ښاغلي کارني پخپلو خبرو کې د العولقي د وژل کیدو په اړه د زیاتو تفصیلاتو د ورکولو نه ډډه وکړه او نه یې دا وویل چې آیا جمهور رییس براک اوباما شخصاً د هغه وژل کیدل منظور کړي ؤ او که نه. جي کارني همدارنګه هغه پوښتنې ته ځواب ونه ویل چې آیا د امریکا لخوا د امریکایي اتباعو وژل قانوني دي او که نه.

جې کارني وویل دا خبره بیخي پخه وه چې انور العولقي د عربو په ټاپوزمې کې د القاعده د شبکې په عملیاتو کې لاس درلود او د تررویستي بریدونو په پلان جوړونې کې یې مرسته کوله.

" دا یو مهم حقیقت دی چې هغه تروریست وژل شویدی چې پخوا یې هم د امریکا په اتباعو او امریکایي اهدافو باندې د بریدونو بندوبست کړی ؤ او اوس یې هم د بریدونو پلان جوړاوه. خو زه د هغه د وژلو په اړه هیڅ ډول مالومات نشم ورکولی. "

تیر کال کله چې د امریکا حکومت انور العولقي د هغو کسانو په لیست کې شامل کړ چې یا باید ووژل شي او یا ژوندی ونیول شي نو دهغه پلار محکمې ته ولاړ او د امریکا د حکومت د حکم په خلاف یې عریضه وکړله.

د هغه د غوښتې سره د امریکا د مدني آزادۍ د ټولنې او د اساسي قانون د حقوقو د مرکز لخوا هم ملاتړ وشو.

خو محکمې د العولقي د پلار عریضه پدې خاطر فسخ کړه چې دا حق یې نه درلود چې د امریکا د حکومت د امر مخه ونیسي. د العولقي پلار د خپلې عریضې په تعقیب د اثتناف غوښتونکی هم نشو. او د امریکا په هیڅ محکمې کې تر دې دمه پدې اړه کومه استماعیه غونډه نده جوړه شوې او ډیر احتمال شته چې په راتلونکې کې به هم جوړه نشي.

XS
SM
MD
LG