د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې مشر پر مسلمانانو غږ کړی چې لویدیځوال وتښتوي


د القاعدې رهبر په مسلمانانو غږ کړیدی چې غربیان وتښتوي چې خپل بندی جهادیان پرې را خلاص کړل شي.

ایمن الظواهري همدغه راز غږ کړیدی چې د سوریې د پاڅون ملاتړ وکړي او په مصر کې د اسلامی قانون د عملی کولو طر فداري وکړي.

په یوه دوه ساعته ویډیو کې چې د ثبت تاریخ یې نشته او په دې هفته کې ددغه جگړه مارې ډلې په ویب پاڼه کې خپره شویده ، دغه ترهګر چې په مصر کی زېږیدلی دی وایی ، دهغو هیوادونو د خلکو تښتول چې د مسلمانانو په ضد یې جنگ شروع کړیدی، زمونږ د بندیانو او د شیخ عمر عبدالرحمن د مصري ملا د خلاصولو، یواځنی لاره ده.

شیخ عمر په 1993 کال کې د نیویارک په ښار کې د بمونو د دسیسو د طرحې له کبله، په امریکا کی عمري بندي دی .

ایمن الظواهري همدغه راز په مصر کې، په بنسټ پالو ملایانوغږ کړیدی چې دی ته ښه پام ونیسي چې په نوي اساسی قانون کې د شرعیت ُُذکر سم په وضاحت وشي .

د شرعیت قانون د لبرالانو د ډیرو محافظه کارو سلفیانو او د هیواد د ډیرې ښې منظمی سیاسی ډلی اخوان المسلمین ترمنځ یوه ډیره مهمه مسله ده.
XS
SM
MD
LG