د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن زوم نن په نیویارک کې محکمې ته حاضر کړل شو


ټاکل شوې چې د اوساما بن لادن زوم چې د القاعدې د سازمان پخوانی ویاند وو د امریکا د نیویارک ښار په یوې محکمې کې حاضر کړل شي. پر هغه دا تور دی چې غوښتل یې آمریکايي اتباع ووژني.

آمریکا چارواکي وايي چې سلیمان ابوالغیض به د جمعې په ورځ محکمې ته حاضر کړل شي چې دا به د یوې اوږدې قضایې پروسې پیل وي. که چیري هغه مجرم وګنل شو، نو د عمري قید سزا به پر راووځي.

ابوالغیض به د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر ټولو نږدې خپل وي چې پر نیویارک او واشنګټن باندې د سپتمبر د ۱۱ نېټې د تروریستي پېښو په تړاو چې په کښي نږدې ۳ زره خلګ ووژل شول محاکمه کېږي. هغه په یوې ویډیو کې راښکاره شوی دی چې په کښي ښودل کېږي چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې تروریستي حملې لمانځي او وايي چې القاعدې د دې مستحقه ده چې په میلیونو نور امریکایان هم ووژني.

د امریکا د نیویارک ایالت څخه جمهوري غوښتونکي غړي د پنجشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی ای او فیدراالي تحقیقاتو یا اف بي آی ستاینه وکړه چې ابوالغیض یې په دې ورستیو کې په عمان کې ونیوی.


د ترکیې یوې ورځپاڼې ریپوټ ورکړی دی چې ابوالغیض د ترکیې په پلازمېنې انقرې کې په یوه عصري هوټل کې ونیول شو. سرچینې وايي چې هغه وروسته عمان ته انتقال شو او هلته د امریکا د استخباراتو مامورینو ته وسپارل شو. ترکي چارواکو ددغه ریپوټ په هکله د تبصرې نه ډډه کړېده.


د امریکا لوی څارنوال ایرک هولډر وویل چې د ابوالغیض نیول کېدل د امریکا اراده په ډاګه کوي چې د ۲۰۰۱ کال د تروریستي پېښو عاملین به د انصاف منګولو ته سپاري.
XS
SM
MD
LG