د لاس رسي وړ اتصالات

الشباب ډلې پر کینیا د بل خونړي برید ګواښ هم وکړ


د الشباب اسلامپالې ډلې د کینا پر یو پوهنتون له برید وروسته د ورته نور "خونړي " برید د کولو ګواښ کړی دی .

د دغې ډلې یو شمېر جنګیالیو د پنجشنبې په ورځ د کینیا د ګریسیا پوهنتون د کالج په لیلیې کې ډله ییز برید وکړ، دغه ډله ادعا کوي چې په دغه برید کې یې ۱۴۸ تنه وژلي دي.

د الشباب ډلې ژمنه کړې چې خپل خونړي بریدونه به روان ساتي.

د دوی له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي "هېڅ ډول احتیاط او امنیتي تدابیر به ستاسې خوندیتوب تضمین نکړای شي او هېڅوک او هېڅ قوت به ستاسو په ښار کې د وینو تویولو مخه ونه نیولای شي."

هغوی خپل دغه شعار بیا بیا تکرار کړ چې د کینیا ښارونه به په وینو ولړل شي.

د جمعې په ورځ ناوخته د کینیا د کورنیو چارو وزیر جوزېف نیکي سري، وویل چې لږ تر لږه یې تر اوسه یې درې مشکوک کسان پر پوهنتون د برید سره د تړاو په تور نیولي دي.

د پنجشنبې د ورځ برید برید د ګریسیاپوهنتون پر کالج شوی دی، دغه پوهنتون د سومالیا د سرحد په ۱۵۰ کیلیو مېترۍ کې دی.

د الشباب ډله تر ډېره په سومالیا کې فعاله ده، خو وايي پر کینیا ځکه بریدونه کوي چې دغه هېواد په سومالیا کې د الشباب د جنګیالیو پر ضد عملیاتو کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG