د لاس رسي وړ اتصالات

الجزائر: کیدای شي د برمته سویو کسانو د مړو شمیر نور هم زیات شي


الجزائر وايي، کیدای شي چې د طبیعي گازو په سیمه کې د برمته شویو کسانو د مړو شمیر نور هم زیات شي. حکومت دیکشنبې په ورځ وویل چې یو شمیر هیوادونو داسې نخښې نښانې څرګندې کړیدي چې د الجزائر په ختیځ کې د طبیعي گازو په سیمه کې د خونړي جنجال د پای ته رسولو نه وروسته، د دوی ځیني خلک ورک شویدي.

د الجزائر د کورنیو چارو وزارت د شنبی په ورځ وویل چې د برمته شویو کسانو جنجال د (٢٣ ) خارجیانو او د (٣٢ ) افراطیانو په وژلو پای ته ورسېدی. د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کیمرون د یکشنبی په ورځ وویل چې د بریتانیی د دریو اتباعوو وژل تائید شویدي او ګمان کېږي چې درې تنه نور يي هم وژل شوي وي. امریکايي مامورانو مخکې ویلي و چې یو امریکايي هم وژل شویدی.

د الجزائر د کورنیوو چارو وزارت وویل چې امنیتي قواو وکړای شو چې ١٠٧برمته شوي خارجیان او ٦٨٥ الجزائریان خوشي کړي . د الجزائر رسمي خبری آژانس (ای.پي.اس.) وویل، خاصو قواوو د شنبی په ورځ په یاغیانو باندې ، چې د صحرا په دغه ټول مرکز کې يي برمته شوي کسان ساتلی و، وروستۍ حمله وکړه.
XS
SM
MD
LG