د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: بلخ کې د بن لادن ملګری نیول شول


ناټو: بلخ کې د بن لادن ملګری نیول شول

ناټو: بلخ کې د بن لادن ملګری نیول شول

ناټو وايي چې افغان او ایتلافي ځواکونو د القاعدې یو همکار او د اسامه بن لادن یو پخوانی ملگری نېولی دی. ېوه مطبوعاتي بېانېه چې ناټو نن د پنجشنبې په ورځ خپره کړې ده، وايي چې دغه سړې د بلخ ولاېت د نهر شاهي په ولسوالۍ کې ونیول شو خو ناټو ددغه سړي نوم نه دی ذکر کړی.

د ناټو بیانیه وايي چې دغه سړی په پاکستان کې دیره ؤ او د القاعدې د یوه مهم مشر نژدې همکار ؤ.

ناټو وویل گومان کیږي چې دغه سړی په ٢٠٠١ مېلادي کې په افغانستان کې د اسامه بن لادن سره ملگرې و. ناټو وايي دغه سړی د القاعدې دهغو څو مهمو غړو په جمله کې شامل و چې د ناټو ځواکونو سږ کال په بلخ کې ونیول.

له بلې خوا د جرمني پوځ نن ووېل چې ېو عسکر ېې په بغلان کې د سړک پر غاړه دبم په ېوه چاودنه کې مړ شوی دی او شپږ تنه ېې زخمېان شوي دي.

د جرمني پوځ وویل چې یو پوځي ټانک یې په کندوز کې هم د سړک په غاړه په ېوه ښخ شوي بم باندې ور برابر شو. جرمني په افغانستان کې ٥٠٠٠ عسکر لري چې د ناټو د ایتلاف یوه برخه تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG