د لاس رسي وړ اتصالات

القاعدې د خپل مشر د مرګ خبر تایید کړیدی


القاعدې د خپل مشر د مرګ خبر تایید کړیدی

القاعدې د خپل مشر د مرګ خبر تایید کړیدی

د سایټ په نامه د امریکا د استخباراتو یوې ادارې وویل چې دا خبر یې په هغو ویبپاڼو کې لیدلی چې له القاعدې سره تړلي دي.

د القاعدې په بیانیو کې دغې ډلې لوړه کړې چې په امریکا کې دننه او دباندې به په امریکا او د هغو په ملګرو بریدونو ته دوام ورکړي. دوی دا لوړه هم کړې چې د اسامه بن لادن هغه ثبت شوی پیغام به ژر خپور کړي چې د خپل مرګ څخه یوه اونۍ د مخه یې ثبت کړی و.

د القاعدې ترهګرې ډلې په پاکستانیانو هم غږ کړی چې د هغه شرم له کبله چې ددوی په هیواد کې د اسامه بن لادن د مرګ وروسته دوی ته ور اوښتی، دوی باید د خپل حکومت خلاف را پاڅي او له مینځه یې یوسي.

د دو شنبې په ورځ د امریکا ځانګړو ځواکونو د پټو عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې وواژه.

XS
SM
MD
LG