د لاس رسي وړ اتصالات

پنیتا: القاعدې ته په نړیواله کچه حملې مشکلې شوي دي


پنیتا: القاعدې ته په نړیواله کچه حملې مشکلې شوي دي
پنیتا: القاعدې ته په نړیواله کچه حملې مشکلې شوي دي

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا وايي چې په دې ورستیو کې د القاعدې د مهمو مشرانو وژلو د دغه سازمان دپاره دا ګرانه کړې ده چې په نړېواله کچه غټې حملې وکړي.

د ښاغلي پنتیا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه نه کېږي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه حمله کې په یمن کې د القاعدې مهم مشران انور العولقي او صمیر خان ووژل شول. دغه دواړه په امریکا کې زېږیدلي امریکا یان وو. صمیر خان په انګریزي ژبه د ترهګرو یو ویب پاڼه چلوله چې د انسپایر یا الهام په نامه یادیږي.

ښاغلي پنتیا اسرایلو ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې پرته له دې نه چې د یمن جمهور ریْس علي عبدالله صالح به پر قدرت پاته سي کنه د امریکا متحده ایالات به د یمن سره د عرب په ټاپو وزمه کې د القاعدې د شکبې پر ضد خپلې فعالیت ته ادامه ورکړي.

د امریکا پوځ د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی ای او یمني چارواکو سره په دغه هیواد کې په ګډه کار کوي چې د ترهګرو ځایونه د کروز په میزایلو او بې پیلوته الوتکو باندي وولي.

ښاغلي پنتیا همدار وویل چې دا نشي تاییدولای چې د جمعې د ورځې په برید کې د سعودي بم جوړونکی ابراهیم العصري هم وژل شوی دی کنه؟

د یمن حکومت پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې د ریپوټونو سره سره العصري د وژل شویو کسانو په ډله کې نه دی.

پر العصري باندي دا تور دی چې د ۲۰۰۹ کال د ډیسمبر په میاشت کې یې هڅه وکړه چې د یوه نایجریايي کس په ذریعه باندي د امریکا یوه الوتکې ته انفجار ورکړي. یادشوي نایجریايي کس بم په خپل نیکر کې پټ کړی و.

XS
SM
MD
LG