د لاس رسي وړ اتصالات

په سومالیا کې د الشباب ډلې یو مشر وژل شوی دی


په سومالیا کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د الشباب د وسلوالې ډلې یو مهم کس وژل شوی دی. په سومالیا کې د عملیاتو یو امریکایي چارواکی دغه خبر ورکړی دی.

د سومالیا چارواکو ویلي چې حسن الدهوري، د الشباب د وژونکې ډلې مشر د ډرون په حمله کی وژل شویدی. دده نوم د سومالیا د حکومت د هغو ١٢ کسانو په لیست کی و چې په موګادیشو کې یې تروریستي بریدونه کړي وو.

د دوی په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي، چې درې یې امریکایان وو.

د سومالیا د پوځ مرستیال علي باشي د امریکا غږ د سومالیا څانګې ته وویل چې دهوري د تورماتورو په کلي کې د سومالیايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. هغه وویل چې په دغو عملیاتو کې امریکايي ځواکونو هم مرسته کړې وه.

د امریکا د دفاع د وزارت مطبوعاتي دفتر دا خبر تایید کړیدی او ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې دا هوایي حمله کړېده. د مطبوعاتو دفتر وايي هغه هغه برید هم پلان کړی وو چې درې امریکایان په کې ووژل شول او د نورو حملو پلانونه یې هم جوړول.

د الشباب ډله، چې پر سومالیا سربېره په کینیا کې هم وخت ناوخت ترهګریز بریدونه کوي، د القاعدې نژدې ملګرې بلل کیږي. د سومالیا او کینیا حکومتونه له ډېره وخته د دغې ډلې پر ضد په عملیاتو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG