د لاس رسي وړ اتصالات

ابدالي: افغانستان د کرکټ په وده کې د هند نه مننه کوو


Ambassador Abdali
Ambassador Abdali
په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي چې د اسیا د کرکټ په سیالیو کې افغانستان ته برخه ورکول یو ستر زیری دی.

د افغانستان کرکټ ټیم به د فبرورۍ د ٢٥ نه د مارچ تر اتمې پورې په بنګله دیش کې د اسیا د کرکټ په سیالیو کې ګډون وکړي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د هند پاکستان سریلانکا او بنګله دیش په شان د اولې درجې د ټیمونو سره په دې سویه لوبو کې ګډون کوي. افغانستان ته د شرکت ورکولو پریکړه د جنورۍ په څلورمه په سريلانکا کې د کرکټ د اسیا د شورا په غونډه وشوه چې وړاندیز او ملاتړ یې هند کړی و.

په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي ویلي دي چې افغانستان د هند ددې همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کوي او د لا ډیرو مرستو او همکاریو هیله لري.

ښاغلي ابدالي ویلي چې دوي د تیر یو کال نه د هند د دولت او د کرکټ د ادارې سره په تماس کې دي او پر دې ورسره خبرې شویدي چې هند به د افغانستان د کرکټ سره هر اړخیزې مرستې کوي. هغه وویل چې هند ورسره منلې ده چې افغانستان به د کرکټ لوبغاړي د روزنې دپاره د هند میدانونو ته رادعوتوي او چانس به ورکوي چې د هند په مهمو لوبو لکه ای پي ایل کې برخه واخلي.

ښاغلي ابدالي همداشان د سري لنکا د دولت نه هم مننه وکړه چې د افغانستان سره د شوي کلتوري تړون په لړ کې د کرکټ په شمول نورو لوبو سره مرستې ته تیار شویدی.

په هند کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي سره د مطیع الله عابد مرکه دلته اوریدلای شئ.

XS
SM
MD
LG