د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نوی سفیر: افغانستان کې دایمي شتون نه غواړو


Bé trai Kashmir khóc sau khi một thầy thuốc dân tộc dùng đỉa hút máu của em để chữa bệnh, ở bên ngoài Srinagar, Ấn Độ.
Bé trai Kashmir khóc sau khi một thầy thuốc dân tộc dùng đỉa hút máu của em để chữa bệnh, ở bên ngoài Srinagar, Ấn Độ.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو نوی ګمارل شوی سفیر راین کراکر وايي امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو شتون ته لیواله نده او دلته یوازې تر هغه نېټې پورې ده چې اړتیا وي.

راین کراکر د پخواني سفیر کارل ایکنبیري ځای ناستی دی، او په کابل کې د امریکا په سفارت کې یې نن د خپلې دندې لوړه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا افغانستان ته ددې لپاره نده راغلې چې ددغه هیواد ګاونډيانو باندې نفوذ ولري او فشار پرې راوړي.

کراکر وايي: ‪"مونږ تر هغه پاتې کیږو چې اړتیا وي یوه ورځ زیاته هم نه. مونږ هيڅ علاقمند نه یو چې له افغانستان څخه د ګاونډیو په خلاف د نفوذ لپاره د یوه محل په توګه کار واخلو. زمونږه علاقمندي په افغانستان کې له امنیت سره ده او ددغه هیواد له ثبات سره چې یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره پټنځای نه شي.‪"

کراکر دا ډول وویل چې د امنیت د انتقال پروسه خورا مهمه ده او دا د افغانستان د پوره خپلواکۍ لپاره غوره اقدام دی، هغه دا ډول وویل چې په امریکا کې خلک له نظامي ښکېلتیا ستړي شوي خو نه غواړي چې افغانستان د ۱۹۹۰ لسیزې تجربه بیا تکرار کړي او په همدې خاطر له افغانستان سره د اوږد مهاله ستراتيژيک تړون هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG