د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې پرخلاف د نړیوال مخالفت مشري کوي


.
.

د آسټریلیا په برسبین ښار کې د جې ٢٠ هیوادونو په غونډه کې روسیې ته زیات پام اوښتی دی. د امریکا ولسمشر د اروپاېې متحدینو سره په اوکراین کې د روسي د فعالعیتونو په اړه مشوري کوي.

د شنبې په ورځ بارک اوباما د جې ٢٠ اقتصادی طاقتونو د مشرانو سره د غرمی ډوډۍ یوځای وخوړه ، له هغه ورسته ولسمشر د کوینزلینډ پوهنتون ته ولاړ چې هلته ورته په زړه پوری ښه راغلاست وویل شو. سپنې ماڼی ویلې هلته ولسمشر د امریکا د بهرینې پالیسي په اړه مهمه وینا وکړه.

ولسمشربراک اوباما د کوینزلینډ په پوهنتون کې د امریکا د بهرینې پالیسي په اړه وینا کوي
ولسمشربراک اوباما د کوینزلینډ په پوهنتون کې د امریکا د بهرینې پالیسي په اړه وینا کوي

اوباما وویل متحده ایالاتو او مشرتابه ېې په جنوب ختیځی اسیا کې د نړی د واحد قدرت په توگه خپل رول ساتلی دی. او ځانگړی زمه واري په غاړه لری چې په خوشحالي ېې منلي ده، هغه د روسیي ذکر هم وکړ.

هغه وویل(( موږ د اسلامي دولت د ټروستې ډلې د تباه کولو دپاره د نړیوالي ټولني مشري کوو، موږ په لویدیځي افریقا کې د ایبولا د ناروغي پرضد گامونه اخیستې دي، او په اوکراین کې مو د روسي د مداخلي مخالفت کړی دی. دا نړی ته گواښ دی لکه څرنګه چې مونږ د ام اچ ۱۷ الوتکې د راغورځولو له وحشت نه ډکه پیښه ولیدله چې په نتیجه کې یې ستاسو د هموطنانو په شمول ډېر کسان مړه شول. ستاسو د یو دوست او متحد په حیث، امریکا د دغو اسټرالیايي کورنیو په غم شریکه ده، او مونږ د عدالت اومحاسبې لپاره ستاسو له هیواد سره په ګډ عزم او ارده کې شریک یو.))

په خپلې وینا کې اوباما دچین په جنوبي سمندرگي باندي د چین د ملکیت پر ادعا هم خبري وکړی،چې په ځینو هیوادونو کې یې لکه ویتنام او فلیپاین کې د انامنی احساس راپدا کړی دی. هغه وویل:

(( موږ په دی باور لرو چې هیوادونه او قومونه ددی حق لری چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړی، او په اسیا کې پو مؤثر امنیتي نظم باید د اثر رسوخ، ویري او تهدید په بنسټ باندي نه وي ولاړ چې لو هیوادونه واړههیوادونه ویروي، بلکی د متقابل امنیت،نړۍ وال قانون او نړۍ والو اصولو د اتحاد په بنسټ باندي ولاړ وي چې شخړي او مخالفتونه به په سوله ایزه توگه حلیږي)).

که څه هم تجارت او اقتصادی ستونزی د جی شل هیوادنو د غونډی اصلی هدف دی، خو اوباما د اقلیم بدلون ته هم توجه وکړه. د شنبې په ورځ ، ده اعلان وکړ چې متحده ایالات به د ( زرغونه اقلیم وجهي صندوق) ته ٣ ملیارده امریکاېې ډالره بسپنه ورکړی چې د پرمختگ په لور روان هیوادنه خپل د اقلیم د بدلون ستونزی حل کړی.

بلې خواه کریملین دا خبره رد کړې ده چې د روسیې جمهوررئیس ویلادیمیر پوتین به په آسټرالیا کې د شلو اقتصادي طاقتونو د عالي جرگې د ختمېدو نه مخکي له دې کبله د هغه هیواد نه راووځي چې د دغو هیوادونو د نورو مشرانو له خوا یې په دې جرگه کې سوړ هرکلی شوی دی.

د پوتین یوه نطاق پرون د شنبې په ورځ د روسیې په رادیو کې وویل چې ښاغلی پوتین به هغه وخت کورته ولاړ شي چې د دغی عالي جرگې ټول کارونه ختم شي.

د پوتین همکارانو مخکي ویلي وو چې دی به د آسټرالیا د ( بریس بېن) د ښارنه مخکې له دې چې دا عالي جرگه ختمه شي را ووځي او د یکشنبې په ورځ به په رسمي غرمنۍ مېلمستیا کې برخه وانه خلي.

د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون مخکې له دې چې د ښاغلي پوتین سره وگوري خبرداری ورکړ چې لویدیځ به په روسیې باندي نور بندیزونه هم ولگوي.

اوباما په داسې وخت کې خبرې کوي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په پرله پسې توګه دا نه مني چې د روسيې عسکر اوزغروال ګاډي یې د ختیځ یو کراین د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې راغونډیږي.

خو د ناټو او اروپايي اتحادیې د کتونکو د رپوټونه له مخې، هغوی روسيې ټانکونه، عسکر او وسلې لیدلي دي چې په تېره اونۍ کې په ختیځ یو کراین کې له سرحد نه پورې وتل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکې مون د "جي شل" له مشرانو نه وغوښتل چې پر مسکو او یوکراین له خپلې اغیزې نه کار واخلي چې د دې کړکیچ د له منځه وړلو لپاره معنې دارې خبرې پیل کړي.

ښاغلي مون وویل "د یوکراین په جنوب ختیځ کې دغه روانه جګړه او تاو تریخوالی نه یوازې له نړیوالې سولې او امنیت سره هیڅ مرسته نه کوي، بلکه د نړۍ له اقتصاد سره هم مرسته نه کوي.دا په ټولو برخو کې نړیوالې اغیزې لري. "

د یوکراین جمهور رئیس وویل چې په ختیځ کې خراب حالت باید د روسيې پلوو بیلتون غوښتونکو سره د خبرو له لارې پای ته ورسیږي.
خو هغه د جمعې په ورځ وویل که اوربند په بشپړه توګه مات شي، نو د یو کراین پوځ غواړي او کولاې شي چې ځواب ورکړي.

په عین حال کې د اسـټرالیا صدراعظم ټوني ایبټ د شلو صنعتي هیوادونو یا "جي شل" د سرمشریزې غونډې د پرانستلو په وخت کې وویل " څرنګه چې تاسو ګورﺉ په ټوله نړۍ کې ډېرې ستونزې او مشکلات موجود دي. په منځني ختیځ کې ستونزې موجودې دي، په ختیځې اروپا کې ستونزې دي، په لویدیځې افریقا کې سختې ستونزې دي، اقتصادي حالت نازک دی، خو هغه پیغام چې په دوو راتلونکو ورځو کې باید زمونږ له خوا رامنځته شي باید د هیلو او خوشبینیو پیغام وي. "

داروپايي ټولنې رئیس هرمن وان رامپوی وایي چې د اروپا دبهرنیو چارو وزیران به د سرمشریزې غونډې نه وروسته د دوشنبې په ورځ یوه غونډه وکړي چې په یوکراین کې خالت وارزوي او د نورو "احتمالي ګامونو" په هکله خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG