د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مسلمانانو د خبرو او تفاهم هفته اعلان کړې


د امریکایی مسلمانانو ټولنې په ټوله امریکا کې د یوې هفتې لپاره د دیالوگ غوښتونکي دي ترڅو د نیویارک په ښار کې د پخواني تجارتي مرکز په خوا کې چې په گرونډ زیرو مشهوردی، د اسلامي کلتوري مرکز د جوړیدلو په منازعې وغږیږي.

مسلمانو مشرانو په داسې حال کې چې گرونډ زیرو ته نژدې د راتلونکی پیشنهاد شوي اسلامي مرکز د ودانۍ په خوا کې خبرې کولې وویل چې په امریکا کې د مذهب ازادي باید د هرچا د پاره دي. دوی د یوې هفتې په ترڅ کې د دیالوگ په نامه وړاندیز وکړ ترڅو د جهل او تعصب سره مبارزه وکړي کوم چې د جومات د جوړیدلو او همدارنگه د اسلامي تعلیمي مراکزو د جوړیدلو په وړاندې د امریکا په څو برخو کې خنډونه جوړ شويدي.

د امریکا د اسلامي روابطو د شورا رئیس، نهاد اواد، وویل چې دا ډیره غلطه خبره ده چې د سپتمبر د یولسمې پیښې گرونډ زیرو ته نژدې د اسلامي فرهنگي مرکز له جوړیدلو سره وتړو. نهاد اواد وايي:

"مسلمانان د قربانیانو په ډله کې وو او دوی د لمړنیو کسانو په جمله کې وو چې عکس العمل یې ښکاره کړ. باید دا خبره هیره نه کړو چې په ویجاړو شوو برجونو کې یو جومات هم ؤ. نو له دې امله، گرونډ زیرو په مونږ ټولو اړه لري. گرونډ زیرو یواځې د یوې ډلې امریکایانو پورې اړه نه لري. گرونډ زیرو د ټولو امریکایانو پورې اړه لري، مونږ ټول په خپگان کې یې او همدارنگه په رغیدلو کې یې شریک یو".

د دغې پیشنهاد شوې هفتې په ډیالوگ کې چې د اکتوبر د ٢٢ مې نه د اکتوبر تر ٢۴ پورې به دوام وکړي، د امریکا د اسلامي روابطو د شورا د ریئس نهاد اواد په قول د ملک په ټولو برخو کې د جوماتونونه به غوښتنه وشي چې خپلې دروازې د غیرمسلمانانو د کتنې لپاره پرانیزې. اواد وویل:

" دوی پخپله باید پوه شي چې د مسلمانانو ټولنې یعنې څه. مونږ همدارنگه مسلمانان هڅوو چې دنورو ادیانو معابد وگوري ځکه امریکا د هغه څه نه چې اوس ده باید، پیاوړې وي. مونږ د ځنو لپاره چې غواړي امریکا په مذهبي او نژادي فرقو وویشي، باید وضعه ساده نه کړو".

په دې اسلامي ډلو کې چې په نیویارک کې سره راغونډ شوي وو، د امریکا د اسلامي روابطوشورا، د شمالي امریکا اسلامي ټولنه، د شمالي امریکا اسلامي کړۍ او د شمالي امریکا د مسلمانانو یووالی شامل وو. مسلمانو مشرانو وویل چې دوی دې نتیجې ته ورسیدل چې په ملي سویه د ډیالوگ هفته ونماځله شي ترڅو په نیویارک کې د اسلامي مرکز د جوړیدلو په جنجال یو بحث په لاره واچوي.

XS
SM
MD
LG