د لاس رسي وړ اتصالات

داسي معلومېږي چې رامني به د اوباما د نومبر سیال وي


د مسیچیوسیتس ایالت پخواني والي جمهوري غوښتونکي میت رامني وروسته له هغه نه چې په درو ایالتونو کې یې لومړني انتخابات وګټل، پر ولسمشر اوباما باندي یې اوس نیوکې پیل کړي دي. اوس امریکايي رای ورکونکو ته کرار کرار دا معلومېږي چې د اوباما او رامني ترمنځ د نومبر د میاشت سیالي به څه ډول وي.

میت رامني خپله نهايي هڅه کوي چې ځان د جمهوري غوښتونکو غوره کاندید وښيي. هغه ستیج ته د راتلو پر مهال وویل چې ،،مونږ ټول وګټل،،.

د سې شنبې په ورځ د امریکا د واشنګټن ډي سي سیمې او همدغه راز د مریلند او ویسکانس ایالتونو جمهوري غوښتونکی رامني خپل هغه هدف ته چې د جمهوري ګوند له خوا د نومبر د ولسمشرۍ د ټولټاکنو دپاره کاندید شي، لازیات نږدې کړ.

رامني سمدستي پر ډیموکرات ولسمشر اوباما باندي د هغه د اقتصادي پالیسوو په خاطر نیوکه وکړه. ،،د ولسمشر اوباما په حکومت متمرکزه ټولنه کې حکومت باید ډیر څه وکړي ځکه اقتصاد ته په کښي پر غلطې خوا سوق ورکړل شوی دی.،،

ولسمشر اوباما هم په بدل کې پر رامني باندي نیوکه وکړه او پر هغه باندي یې اعتراض وکړ چې د جمهوري غوښتونکو په وړاندیز یې د حکومتي بودیجه ملاتړ کړی و. ،،دا د بودیجې د کسر د کمولو په بهانه د یونان د زمانې په اصطلاح هغه د لرګو نه جوړ غټ آس دی چې په کښي دننه عسکر پټ شوي و. دا په اصل کې یوه هڅه ده چې زمونږ پر هیواد باندي یو افراطي لیدلوری تحمیل شي. دا په اصطلاح ټولنیز داروینزم دی . دا د هغه څه پر ضد دی چې زمونږ ټول تاریخ پرې بنا دی چې مونږ د فرصتونو هیواد یوو چیري چې هرڅوک زحمت وباسي حاصل به یې تر لاسه کوي. ،،

د ولسمشر اوباما د کمپاین غړو د رامني پر هغو اعلاناتو باندي هم نیوکه کړې ده چې د تیلو د لوړې بیې په هکله دي. په دې لړ رامني بیا پر ولسمشر اوباما باندي نیوکه وکړه. ،،ولي، ښايي کله چې زه ولسمشر شم نو د هغو مسایلو مسولیت به اخلم چې زما نه غلط شوي وي خو اوسنی ولسمشر نه غواړي چې د خپلو غلطیو مسولیت په غاړه واخلي.،،

خو د جمهوري غوښتونکو خپل منځي سیالي لا پای ته نه ده رسیدلې. پخوانی سناتور ریک سنتورم اوس پر خپل کورني ایالت باندي تکیه کوي چې هلته لومړني انتخابات وګټي. هغه داسي وايي،،پنسلوانیا او په دې هیواد کې نمايي نفوس لا پاته دی چې باید آزاوزونه یې واوریدل شي.،،

د اوس دپاره د جمهوري غوښتونکو سیالي لا روانه ده.

XS
SM
MD
LG