د لاس رسي وړ اتصالات

د آزاد سکي په لوبو کې امریکايانو اولني مقامونه وګټل


የሃረሬ ባህላዊ ልብስ። (ዋስይሁን)
የሃረሬ ባህላዊ ልብስ። (ዋስይሁን)

د روسیې په سوچي کې د اولمپیک په لوبو کې د پنجشنبې په ورځ درېیو امریکایي لوبغاړو اولني مقامونه خپل کړل.

د روسیې په سوچي کې د اولمپیک په لوبو کې د پنجشنبې په ورځ درېیو امریکایي لوبغاړو توره وکړه.

دغو درېیو امریکا لوبغاړېو د روسیې په سوچي کې د آزاد سکي په سېالۍ کې اولني درې مقامونه حاصل کړل.

جاش کرېستنسن د پنجشنبی په ورځ د سرو زرو مېډال وگاټه. د امریکا بل لوبغاړي گس کېن وردي د سپېنو زرو مېډال وگاټه او نېکولس جېوپر د برونزو ېا زېړو مېډال وگاټه.

په دې توگه په دغه سېالۍ کې اول ، دویم او دریم مقام لوبغاړي درې واړه امرېکاېان دي.

همدرانگه به د پنجشنبې په ورځ د یخ په سر د هاکۍ په لوبه کې درې په زړه پورې نارېنه ټېمونه په اول پړاو کې برخه واخلي.

په دې کې به د روسېې د یخ په سر د هاکۍ لوبډله له سلوانېا سره مخامخ کېږی او کاناډا به له ناروي سره مخامخ شي.

د امریکا د یخ به سر د هاکۍ لوبغاړي به د سلوواکیا له لوبډلې سره د د یخ په سر د هاکۍ په سیالۍ کې مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG