د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایانو د پاریس بریدونه په سختو ټکو وغندل


خلکو په واشنګټن ډي سي کې د فرانسې د سفارت مخې ته د ګلونو ګیډې کیښودې

امریکایانو هم په پاریس کې د تروریستي حملو په غندلو کې د نړۍ والو سره خپل غږ یو کړی، د وژل شویو کسان کورنیو ته یې خواخوږي څرگنده کړې او د فرانسې د خلکو سره یې د یو والي او پیوستون اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په زخمیانو کې امریکایان هم دي.

د امریکا د آستاځو د مجلس رئیس ، پال راین ویلي دي " امریکایان د فرانسې د خلکو په ملاتړ کولو کېمتحد دي او هیڅ ډول فشار ته به تسلیم نه شي."

راین په یوه بیانیه کې وویل " د دغي دهشت ناکي پیښې ارزونه به یو څه وخت ونیسي خو یو شی چې موږ د پخوا نه لا پرې پوهیږو دا دی چې تروریزم او ترهگري به هیڅکله کامیاب نه شي."

د استازو د مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې رئیس ایډ رایس ، وویل دی د ټولو هغو کسانو په غم شریک دی او دوعاگاني ورته کوي چې په پاریس کې په دغو وحشیانه حملو کې وژل شوي او زخمي شوي دي. دا په ډیرو کلونو کې په اروپا کې تر ټولو بدي تروریستي حملې وې.

رایس په یوه بیانیه کې ویلي دي "فرانسه د تروریزم سره په جگړه کې زموږ د ډیرو نژدې متحدانو نه ده... د فرانسې خلک د خطرناکي جهادي ایدیولوژۍ په مقابل کې چې هیڅ حد او حدود نه پیژني ، په مخکنیو کرښو کې ولاړ دي."

د امریکا د جمهوري ریاست څو کاندیدانو چې دیموکراته هیلري کلینټن او دیموکرات برني سینډرز او جمهوري غوښتونکي ډانالډ ټرمپ او بن کارسن هم په کې شامل دي، په ټویټر کې د دغو حملو قربانیانو ته دوعاگاني کړي دي.

دیموکراتي مکښي کاندیدي هیلري کلینټن ویلي دي چې هغه څه چې په پاریس کې پېښ شوي د هغو جزئیات ویرجن او زړه بونگونکي دي.

په امریکا کې دیره څو اسلامي سازمانونو چې د امریکا او اسلامي اړیکوشورا چې په امریکا کې د اسلامي مدني حقوقو تر ټولو لویه مؤسسه ده هم په کې شامله ده، دا حملې غندلي دي.

احمدیه اسلامي ټولني چې د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو زوړ او پخوانی سازمان دی ویلي دي چې دا حملې " په ټول بشریت باندي شوي دي» او د اسلام د پیغمبر عقاید نه منعکسوي."

XS
SM
MD
LG