د لاس رسي وړ اتصالات

عفوی نړیوال سازمان د آسیا پسیفیک د سیمې په هکله اندېښنې لري


آسیايي حکومتونو په خپلو ناراضیانو نورهم فشارونه زېات کړي دي. د بخښنې نړېوال سازمان یو رپوټ وایي چې څو حکومتونو د اسېا پاسیفیک په سیمه کې، له 2011 م کال راهیسې پرسیاسي ناراضیانو فشار زیات کړیدی ، په داسي حآل کې چې په عربي هېوادونو کې د عربو او شمالي افریقا دولسي پاڅون له امله سختې مظاهرې کېدلې.

دبخښنې نړیوال سازمان دخپل پنځوسم کال په رپوټ کې دنړیوالو بشري حقوقو د څرنگوالي په هکله نن د پنجشنبی په ورځ وویل چې په اسیا کې خبریالانو او دمدنی حقوقو نورو مبارزانو د عربو له پاڅون نه الهام واخیست، دخپلو حقوقو دلاسته راوړلو لپاره ودریدل او دسیاسي اصلاحاتو غوښتنه ېې وکړله.

خو د بخښنې نړیوال سازمان، رپوټ وايي چې د دغو خلګو غوښتنی د خپلو حکومتونو د امنیتي قواو له کلک سوک سره مخ سولې. حکومتونو غوښتل چې په قدرت کې پاتې شي . په دغه رپوټ کې په دې ترڅ کې په خاصه توگه پر چین اعتراض شوی دی چې په لسها و اعتراض کوونکی ېې بندیان کړي دي. رپوټ وايي د خپلو ناراضیانو په مقابل کې د چین سلوک د تانمین د څلور لارې له پېښې نه راوروسته د ډېرناوړه سېاسی حالت نماېندگی کوی. د تاینمېن د څلورلارې مظاهره په 1989 میلادي کال کې د شاگردانو له خوانه شوی وه او څو اونۍ یې دوام کړی و. په ا خر کې هغوی ته ووېل شول چې له چوک نه ووزی خو دمقاومت په نتیجه کې درپوټونو له قراره له څوسوونه نېولې ترزرهاو پورې کسان پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG