د لاس رسي وړ اتصالات

د جنگي ډلو پر وړاندې نړیوال غبرگون اغیزمن ندی


د بخښنې د نړیوال سازمان سکترجنرال سلیل شیتي وایي، " ٢٠١۴ کال میلیونو انسانانو ته چې په تاوتریخوالیو کې گیر دي، له غمه یو ډک کال و."
د بخښنې د نړیوال سازمان سکترجنرال سلیل شیتي وایي، " ٢٠١۴ کال میلیونو انسانانو ته چې په تاوتریخوالیو کې گیر دي، له غمه یو ډک کال و."

د بشري حقونو ډلې د بخښنې نړیوال سازمان په نړۍ کې د بشري حقونو د وضیعت په هکله خپل کلنی رپوټ خپور کړ.

په دې رپوټ کې چې په ٢٠١۴ کال کې د نړۍ د دولتونو او وسله والو ډلو له لورې د بشري حقونو سرغړونې په ډاگه شوي، په نړیواله کچه د ملکي وگړو د ژغورنې ناکامۍ ته هم گوته نیول شوی ده.

رپوټ وایي، "حکومتونه باید داسې ښکاره نه کړي چې د ملکي وگړو ژغورل د دوی له واک څخه بهر دي."

د بخښنې د نړیوال سازمان رپوټ د بیان پر آزادۍ باندې مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو، مخ پر ودې مذهبي نه زغم او د آسیا آرام سمندر په حوزه کې د گډوالو د کړکیچ خرابوالي ته اشاره کړې ده.

دوی په دې هکله د نړیوال اقدام غوښتنه کوي او وایي چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي چې د ویتو حق لري باید د ډله ییزو بې رحمیو د پیښیدو په حالاتو کې جدي لاس په کار شي.

د بخښنې د نړیوال سازمان سکترجنرال سلیل شیتي وایي، " ٢٠١۴ کال میلیونو انسانانو ته چې په تاوتریخوالیو کې گیر دي، له غمه یو ډک کال و. د شخړو په وړاندې نړیوال غبرگون او د دولتونو او وسله والو ډلو له لورې سرغړونې شرمونکې او غیر موثرې دي. په داسې حال کې چې خلک د وحشیانه بریدونو او سرکوبۍ له زیاتوالي سره مخامخ وو، نړیواله ټولنه بې وسه وه."

د بخښنې د نړیوال سازمان کلنی رپوټ د نړۍ په ١٦٠ هیوادونو کې د بشري حقونو وضیعت ته پراخه کتنه کړې چې په هغه کې د آسیا آرام سمندر د حوزې ٢٩ هیوادونه هم شامل دي چیرته چې هلته دلته د بیان آزادۍ سخته ځپل شوی ده.

په افغانستان کې بشري حقونه

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان په هکله وایي چې د ٢٠١۴ کال په دسمبر کې د پلان سره سم د شاو خوا ٨٦٠٠٠ زرو بهرنیو ځواکونو د ایستلو په ترڅ کې د انتظار سره سم ټول هیواد د مخ په زیاتیدونکې نا امنۍ سره مخامخ و.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ماموریت یوناما د رپوټ سره سم تیر کال د ملکي وگړو تلفات د بل هر وخت په پرتله خورا زیات و چې په دې جمله کې طالبان او نورې وسله والې ډلې په سلو ٧۴ د ملکي وگړو په مرگ ژوبله تورن شوي دي. نهه فیصده یې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې او دولس په سلو کې یې د حکومت پلوه ځواکونو او د طالبانو ترمنځ په نښتو کې تلف شوي دي.

د تیر کال په ترڅ کې د افغانستان پارلمان او د عدلیې وزارت یو شمیر قانونونه تصویب کړي چې په هغه کې د جزایي اجراتو قانون هم شامل دی چې د متضررو او مرتکبینو د دواړو کورنیو غړي له شاهدت ورکولو څخه منع کوي. څرنگه چې اکثر دا ډول جرمونه د کورنیو دننه رامنځ ته کیږي په دې صورت کې د کورنیو شاهدي کیدای شي چې یوې منصفانه پریکړې ته تاوان ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداشان د افغانستان د تیر کال انتخاباتو او په هغه کې رامنځ ته شویو درغلیو ته گوته نیسي او وایي چې د کاندیدانو له لورې د پراخو درغلیو په نتیجه کې په هیواد پنځه میاشتې د نوي حکومت جوړدیل وځنډیدل چې دې وضیعت هم پر امنیتي حالاتو تاثیر درلود.

یوناما وایي چې تیر کال د افغانستان ملکي تلفات تر ډیره د چاودیدونکو توکو او ځانمرگو بریدونو نتیجه وه.

دا رپوټ د نورو سرغړونو ترڅنگ د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي ته گوته نیسي او د کال په لومړی نیمایي کې د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د ۴١٥۴ ثبت شویو پیښو ذکر کوي چې دا د ٢٠١٣ کال په پرتله د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې پنځه ویشت په سلو کې زیاتوالی ښي.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ژورنالیستانو د بیان پر آزادۍ باندې د بندیزونو یادونه هم کوي او وایي چې حکومت پر ژورنالیستانو او رسنیو باندې د برید کوونکو په پلټنې کې ناکام شوی دی. په ٢٠١۴ کال د ٢٠١٣ په پرتله د ژورنالیستانو مړینه دوه چنده وه.

همداشان د نړۍ په ١٦٠هیوادونو کې ددې رپوټ موندنې ښي چې لږ تر لږه په اتلس هیوادونو کې د جگړو له قواعدو بهر جنگي جنایتونه او یا نورې سرغړونې شوي دي.

همداشان رپوټ وایي چې وسله والو ډلو لږ تر لږه په ٣٥ هیوادونو کې چې د بخښنې نړیوال سازمان په کې څیړنه کړې ده، جنایات او بدرفتارۍ کړې دي.

اروپا ته د رسیدو په هڅه کې د مدیترانې په بحیره کې د څه دپاسه ۳۴۰۰ کسانو غرق کیدل او د څه دپاسه څلور میلیون سوریانو مهاجرت گاونډیو هیوادونو ته یو بل مورد دی چې په رپوټ کې په نښه شوی دی.

دا رپوټ وایي د نړۍ ١١٩ هیوادونو په تیر کال کې د بیان آزادۍ خنډنۍ کړې دي او رسنۍ یې ځپلې دي.

د دې سازمان رپوټ دا هم په ډاگه کوي چې د نړۍ په ٩٣ هیوادونو کې غیر عادلانه محکمې ترسره شوې دي او د تورنو کسانو، د جرایمو له قربانیانو او یا هم له خلکو سره بد او غیر عادلانه سلوک شوی دی.

XS
SM
MD
LG