د لاس رسي وړ اتصالات

په فیسبوک کې د زاخیلوال او صالح مشاجره


د فیسبوک یو کارونکی: "راځئ چې لاس په لاس په گډه کار وکړو او یو بل ومنو چې زمونږ په هیواد کې سوله او امنیت ټینگ شي"
د فیسبوک یو کارونکی: "راځئ چې لاس په لاس په گډه کار وکړو او یو بل ومنو چې زمونږ په هیواد کې سوله او امنیت ټینگ شي"

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح، په پخپل فیسبوک کې په پاکستان کې د افغانستان په سفیر حضرت عمر زاخیلوال، انتقاد کړی چې گویا د پاکستان د پوځ مقر ته د ښاغلي زاخیلوال احضاریدل د افغانستان په دیپلوماسۍ یو تور داغ دی.

ښاغلي صالح لومړی په خپل فیسبوک کې لیکلي وو "د پاکستان اردو (پوځ) ویلي دي چې د افغانستان سفیر یې ددې بنسټ مرکز ته احضار کړی دی او یو تصویر یې هم خپور کړی دی. د افغانستان سفیر وایي دا درواغ دي. هغوی د تورخم دروازه هم درواغ ویلي وو او عرف او تعامل امر کوي چې سفیر او یا بل کوم دیپلومات نه ښایي چې د پوځ مرکز ته تلای وای، چې اوس تللي او بیا یې هم زمونږ د دیپلوماسۍ په پاڼه تور داغ پریښود".

ښاغلي زاخیلوال د افغانستان د استخباراتو د پخواني رئیس د فیسبوک پاڼې د لیکنې په غبرگون کې ولیکل "ښاغلی امرالله صالح، د شهباز قلندر په زیارت کې تروریستي پیښه په سند ایالت کې د پنجشنبې په ماښام وشوه او د جناب عالي د معلوماتو لپاره چې یقین لرم خبر هم یاست، زه د چارشنبې له ماښام نه تر تیر ماښام پورې په کابل کې وم. نو ددې پیښې په اړوند څنگه کیدای شول د پاکستان د پوځ په مقر کې واوسم. ستاسې تنگ نظري د خپل هیوادوال په وړاندې دې حد ته رسیدلې چې د هغوی خبره تاسې ته لومړیتوب لري (البته هغوی هم زما نوم نه دی یاد کړی). د تصویر خبره مو کړې چې هغوی خپور کړی، مهرباني وکړئ شریک یې کړئ".

د ښاغلي زاخیلوال غبرگون هم بې ځوابه پاته نشو. په یو بل فیسبوکي پوست کې صالح ولیکل "... په ډاگه کوم چې د پاکستان پوځ دوه ځلې د افغانستان سفارت احضار کړی. لومړی د لاهور له حملې وروسته چې په هغه کې پخپله ښاغلی زاخیلوال په راولپنډۍ کې د پوځ مرکز ته وغوښتل شو او زما د معلوماتو له مخې غونډې نژدې درې ساعته دوام وکړ او دوهم ځل د سند په ایالت کې له حملې وروسته چې هغه وخت ښاغلی زاخیلوال په کابل کې و او دهغه پر ځای مرستیال سفیر راولپنډۍ ته احضار شو. د راخیلوال پر ځای بل هر څوک چې وای ما دغه اعتراض کاوه چې هیڅ دیپلومات باید پوځي مرکز ته احضار نه شي. باید اعتراض او پروتیست وکړي او لاړ نشي. اوس که زاخیلوال نه وای او کوم پنجشیروال او یا شمالی وال هم وای ما همدغه اعتراض او انتقاد کاوه، ادغه حق لرم او ځان ته یې محفوظ ساتم چې د هیواد نه په دفاع د دولت د منسوبینو پر غلط کار اعتراض وکړم. د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره هر ډول ثبوت چې محکمه ورته اړتیا ولري، لرم. ددې ښاغلي لپاره آسانه دفاع داده چې مسله قومي کړي او بیا د ادبیاتو شاته خپل قومي توپیر او تعفن پټ کړي".

د ښاغلي زاخیلوال او ښاغلي صالح په مخامخ کیدو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکو غبرگون ښودلی دی. یو شمیر یې د ښاغلي صالح د موقف دفاع کړې او یو شمیر نورو یې د ښاغلي زاخیلوال ملاتړ کړی دی. خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکو په دې دواړو ښاغلیو انتقاد کړی دی.

د فیسبوک یو کارونکي سید الفت جویا، د ښاغلي صالح په ملاتړ په پخل فیسبوک کې لیکلي دي چې "جناب امرالله صالح تل تاریخي واقعتونه او د مسؤلینو کاري غفلت په ډاگه کوي او ښاغلی سفیر تاسو د یو ستر ملت په ابرو معامله کړې ...په خدای د شرم خبره ده".

د فیسبوک بل کارونکي احمد سیر نیازي د ښاغلي صالح ادعا رد کړې او لیکلي یې دي چې " ښاغلی امرالله صالح، جناب ډاکتر صاحب په کابل کې تشریف درلود او ستاسې ادعا بې بنسټه ده ځکه زه په دقیقه توگه خبر یم چې جناب زاخیوال صاحب په کابل کې و، ستاسې ادعا واقیعت نلري......ځکه زاخیوال صاحب یو هیوادپاله او زړه سواندی شخص دی".

خو د فیسبوک یو شمیر کاروونکو د ښاغلي زاخیلوال او ښاغلي صالح په مخامخ کیدو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا ډول کړکیچونه یواځې د پاکستان په گټه دي.

د فیسبوک یو کارونکی د "افغان شیفرد" یا افغان شپون په مستعار نوم دا ډول غبرگون ښودلی دی "د افواهاتو خپرول د افغانستان او زمونږ د ملت په تاوان دي او باید چې ددې ډول خبرونو د خپرولو دمخه پوره پاملرنه وشي. شخصي، سیاسي او سلیقوي عقدې باید د شخصیت وژنې سبب نه شي. راځئ چې د پرمختللو او سرلوړو ملکونو نه پند واخلو. راځئ چې لاس په لاس په گډه کار وکړو او یو بل ومنو چې زمونږ په هیواد کې سوله او امنیت ټینگ شي چې زمونږ ټولو په خیر دي. افغانستان نن له بلې هر وخت څخه یووالي او یو لاس کیدو ته سخته اړتیا لري. زمونږ قوت زمونږ په وحدت کې دی. راځئ چې د نورو د لاس اله نه شو او خپلې پښې په تیشه ونه وهو".

XS
SM
MD
LG