د لاس رسي وړ اتصالات

فساد ضد محکمې د لویې څارنوالۍ یو جنرال په بند محکوم کړ


د لویې څارنوالۍ د نظامي تمیز څارنوال تورن جنرال عبدالحی جرئت په یوه قضیه کې په پنځوس زره افغانیو رشوت اخیستلو نیول شوی وو.
د لویې څارنوالۍ د نظامي تمیز څارنوال تورن جنرال عبدالحی جرئت په یوه قضیه کې په پنځوس زره افغانیو رشوت اخیستلو نیول شوی وو.

له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضائي مرکز د درنو جرمونو محکمې نن د لویې څارنوالۍ یو تورن جنرال چې د رشوت اخېستو په وخت نیول شوی وو، په دوه نیم کاله بند محکوم کړ.

له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضائي مرکز د محکمې جریان پدغه مرکز کې په یوه علني غونډه کې ترسره شو.

د لویې څارنوالۍ د نظامي تمیز څارنوال تورن جنرال عبدالحی جرئت په یوه قضیه کې په پنځوس زره افغانیو رشوت اخیستلو نیول شوی وو.

د اداري فساد د درنو جرمونو د ارزونې د ځانګړې ابتدائيه محکمې قضائي پلاوي مشرد پریکړې د اعلان په وخت وویل "تاسې متهم عبدالحي ته دوه کاله او شپږ میاشت تنفیذي قید او پنځوس زره افغانۍ د رشوت معادل ورکړه مو تعینه کړې ده".

دا لومړی وار دی، چې د اداري فساد د درنو جرمونو ځانګړې محکمه د لویې څارنوالۍ یو جنرال د رشوت په اخېستو محاکمه کوي.

بلې خواته د اداري فساد په وړاندې د څارنې بنسټونه وايي، چې څنګه له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضائي مرکز نه تمه کېده هغسې دا مرکز د فساد لویې قضیې لا هم ندي څېړلي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې غړي عبدالعزیز اریايي وویل "پیل ښه وو، خو لا هم ترینګلتیاووې شته، څنګه چې له عدلي او قضائي مرکز نه تمه کېده چې دوی به لویې قضيې اول څېړي هغسې و نه شول بلکې دوی له وړو قضیو نه پیل کړه".

خو بل لورته د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د دفاع، کورنیو چارو، عامې روغتیا او د مخابراتو د وزارتونو د فساد دوسیې دا مهالې تر پلټنې لاندې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل" ددغو قضیو څېړنه وخت ته اړتیا لري، ځکه جرمونه یې درانه دي باید سمې پلټنې پرې وشي".

لویه څارنوالۍ وايي، دم ګړۍ د فساد پنځوس دوسیې تر پلټنې لاندې دي او ژر به لویې دوسیې هم محکمې ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG