د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې یو سیمه ییز پولیس خپل پنځه ملګري وژلي


دا په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو په پوسته کې د یو پولیس له خوا د خپلو ملګرو د وژلو لومړۍ پیښه ده.
دا په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو په پوسته کې د یو پولیس له خوا د خپلو ملګرو د وژلو لومړۍ پیښه ده.

د ننګرهار په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي چې تیره شپه د دغه ولایت د غني خیلو په ولسوالۍ کې یو سیمه ییز پولیس خپل پنځه ملګري وژلي دي

دغه پېښه بیګاه شپه دوه بجې د غني خېلو ولسوالۍ د غونډۍ پوستې کې شوې ده.

د غني خېلو ولسوال عبد الوهاب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د سیمه ییزو پولیسو په دغه پوسته کې د نصرت الله په نوم سیمه ییز پولیس په خپلو ملګرو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي او خپل پنځه ملګري پولیس یې وژلي دي.

د ښاغلي عبدالوهاب د وینا له مخې دوه کسان په دغه برید کې ټپیان شوي هم دی.

د غني خېلو ولسوال وايي چې بریدګر پولیس د برید وروسته د پیښې له ځایه تښتېدلی دی.

یو سیمه ییز اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې وسله والو دوه سیمه ییز پولیس ژوندي وړي دي چې ممکن یو پکې بریدګر وي.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي خو په غني خېلو ولسوالۍ کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

XS
SM
MD
LG