د لاس رسي وړ اتصالات

پر امریکایي پوهنتون باندې په برید کې ١٣ تنه وژل شوي دي


قوماندان اکیر اندرابي له دغو عملیاتو وړاندې په ډیرو دغسې عملیاتو کې برخه اخیستې وه.
قوماندان اکیر اندرابي له دغو عملیاتو وړاندې په ډیرو دغسې عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

د کورنیو چارو وزارت وایي د ځانګړو ځواکونو د یو ټولي قوماندان محمد اکبر اندرابي، تیره شپه په کابل کې د امریکايي پوهنتون د محصلینو او استادانو د ژغورنې په عملیاتو کې هم وژل شوی دی.

د افغانستان پر امریکايي پوهنتون د تیرې شپې په برید کې، چې شاوخوا لس ساعته یې دوام وکړ، د اوو محصلینو په ګډون دیارلس تنه وژل شوي او پنځه څلوېښت نور په کې ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې په وژل شوو کسانو کې درې پولیس هم شامل دي، خو هغه د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ټولي قوماندان محمد اکبر اندرابي د وژل کیدو په اړه څه و نه ویل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د اندرابي د وژل کيدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي "موږ د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلینو د ژغورنې پر مهال خپل یو تر ټولو ښه اکبر له لاسه ورکړ، موږ به د هغه قُرباني په یاد ولرو".

اکبر اندرابي د افغانستان پر امریکايي پوهنتون د تیرې شپې په برید کې د محصلینو او استادانو د ژغورنې او د بریدکوونکو د ځپلو د عملیاتو رهبري په غاړه درلوده.

د ځانګړو ځواکونو د ټولي دغه قوماندان ۳۳ کاله عمر درلود او د ځانګړو ځواکونو د ټولي د قوماندان په توګه یې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په کابل کې د دیرشو تروریستي بریدونو په مخنیوي کې برخه اخیستې وه.

قوماندان اندرابي پر سرینا او انترکانتینینتال هوټلونو، عدلیې وزارت، پشتني بانک، د ټاکنو خپلواک کمیسیون، کابل بانک، ملي شورا، لویې څارنوالۍ او یو شمیر نورو بنسټونو باندې د بریدګرو د ځپلو رهبري کړې وه.

دغه راز، اکبر اندرابي د افغانستان په مختلفو سیمو کې د یو شمیر شپنیو ځانګړو عملیاتو رهبري هم کړې وه.

په همدې حال کې د افغانستان امریکايي پوهنتون مسؤولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو پر دغه پوهنتون باندې د برید پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو د ژغورنې د عملیاتو ستاینه کړې ده.

د دغه پوهنتون رئيس مارک انګلش د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې، چې د بریدګرو د ځپلو او د محصلینو او استادانو د ژغورنې لپاره یې پر وخت اقدام وکړ.

د افغانستان د حکومت مشرانو د دغه برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې برید د دغه هیواد له پرمختګ او ترقۍ سره دښمني ده.

بریدکوونکو تیره شپه ۷ بجې او ۱۵ دقیقې د کابل په دارلامان سیمه کې لومړی د پوهنتون مخې ته موټربم برید وکړ، له هغې وروسته دوه تنه وسله‌وال د پوهنتون ودانۍ ته دننه شول او له افغان امنیتي ځواکونو سره د لسو ساعتونو له مقابلې وروسته ووژل شول.

XS
SM
MD
LG