د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د هلیکوپټر د پریوتو په پیښه کې اولس تنه وژل شوي


افغان هوایي ځواکونه روسي هلیکوپټرونه کاروي
افغان هوایي ځواکونه روسي هلیکوپټرونه کاروي

د زابل ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې نن سهار د افغان پوځ د یوه هلیکوپتر د پریوتو په پیښه کې د هلیکوپتر پنځه تنه عمله وژل شوې ده.

د زابل والي محمد انور اسحاقزي امریکا غږ ته وویل چې نن سهار د افغان هوایي ځواکونو یو هلیکوپتر چې د دغه ولایت د نوبهار په ولسوالۍ کې د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د افغان پوځ د یو یونټ کارکوونکي لیږدول، پیلوټ د هلیکوپټرد تخنیکي عوارضو له امله بیړنۍ ناستې ته اړ شو چې په ترڅ کې د دغه هلیکوپټر پنځه تنه عمله ووژل شوه.

ښاغلي اسحاقزي په دغه پیښه کې د مخالفو وسله والو لاس لرل په کلکه رد کړل وې ویل چې اصلآ په سیمه کې مخالفو وسله والو حضور نه درلود.

خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې په دغه پیښه کې دولس عسکر هم وژل شوي دي.

دا سرچینه وایي دا عسکر په هلیکوپټړ کې له یو ځای بل ځای ته لیږدول کیدل چې د هلیکوپټر د نسکوریدو له امله د دغه د پنځه تنو عملې سره ووژل شول.

دمخه د په کندهار کې د افغان پوځ د هوایي ځواک ویاند جګړن محمد سلیم امریکا غږ ته وویل چې د افغان هوایي ځواک یو هلیکوپټر د زابل ولایت د نوبهار په ولسوالۍ کې د یو پوځي ماموریت په وخت کې را پریوتی دی.

جګړن سیلم وویل چې د پیښې په باب پلټنې پیل شوي چې په ترڅ کې به یې د هلیکوپټر د راپریوتلو علت څرګند شي.

طالبانو د افغان هوایي ځواک د یو هلیکوپټر د راپریوتو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ادعا کړې ده چې دا هلیکوپټر د نوبهار د ولسوالۍ د لواړګي په سیمه کې د دغې ډلې د وسله والو له خوا رانسکور شوی دی.

همداشان طالبانو ویلي چې په دغه پیښه کې د افغان پوځ ۲۵ صاحب منصب او عسکر وژل شوي دي.

تیره میاشت هم د کندهار د غورک په ولسوالۍ کې د افغان پوځ د جنګي عملیاتو پر مهال د افغان هوایي ځواک دوه هلیکوپټرو بیړنۍ ناستې کړې وې.

خو طالبانو ویلي وو چې یوه یې رانسکوره کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG