د لاس رسي وړ اتصالات

له حقونو او ازادیو څخه محرومیت ترکیې ته د افغان میرمنو د کډوالۍ اصلي عامل دی ـ سروې


اروپا کې میشت د مختلط مهاجرت مرکز (ایم ایم سي) شمیرنې ښيي چې اوس مهال په ترکیه کې شاوخوا ۱۴۰ زره افغان کډوال دیره دي چې ۳۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
اروپا کې میشت د مختلط مهاجرت مرکز (ایم ایم سي) شمیرنې ښيي چې اوس مهال په ترکیه کې شاوخوا ۱۴۰ زره افغان کډوال دیره دي چې ۳۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

اروپا کې میشت د مختلط مهاجرت مرکز (ایم ایم سي) په یوه خپره کړې سروې کې ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته ددغه هیواد څخه ترکیې ته د افغان میرمنو د کډه کیدو اصلي علت د خپلو حقونو او ازادیو څخه د هغوی محرومیدل دي.

په دغه سروې کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ترمیاشتې پورې د ۹۹۴ افغان میرمنو سره د مرکو پر اساس ترتیب شوې، ددغه شمیر ۴۹۸ تنه یې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ترکیې ته ګډه شوي دي.

د سروې موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وړاندې چې ترکیې ته کومو ښځو کډه کړې، د هغوی ۳۹ سلنه یې کډوالې، ۱۵ سلنه یې د کډوالۍ غوښتونکې، ۲۲ سلنه یې په دغه هیواد کې یا دایمي او یا هم په موقتي ډول د اوسیدلو اسناد درلودل، خو ۴۷ سلنه ښځو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته یې دغه هیواد ته کډه کړې، د نامنظم وضعیت د درلودلو یادونه کړې ده.

د مختلط مهاجرت مرکز ویلي:" د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ترکیې ته د کډه شویو افغان میرمنو د زیاتو ازادیو او حقونو څخه محرومیت د کډوالۍ د اصلي عامل په توګه یاد کړی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته زیاتو ځواب ویوونکو افغان میرمنو د جنسیت پر بنسټ تبعیض[افغانستان څخه] د وتلو د علت په توګه یاد کړی دی."

همداشان ددغې سروې د موندنو پر اساس وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان باندې بیا واک ترلاسه کړ، ۷۶ سلنه ښځو د ځمکې له لارې له افغانستان څخه وتلي دي چې ددې دمخه دا شمیر ۶۶ سلنه وو.

په دې سروې کې ویل شوي:" کیدای شي چې ددې علت پر ښځو باندې په الوتکو کې د سفر پرمهال د نارینه محرم د نشتون له امله اوسي."

په دې سروې کې د خوندیتوب په برخه کې خطرونه د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته د اکثرو میرمنو له خوا چې له افغانستان څخه وتلي ترکیې ته د افغان میرمنو د کډوالۍ د یو بل علت په توګه یاد شوی دی.

اروپا کې میشت د مختلط مهاجرت مرکز (ایم ایم سي) ویلي چې ۴۴ سلنه ښځې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته ترکیې ته تللي د طالبانو له خوا د نیولو د اندیښنو او په همدې شمیر نورې د فزیکي تاوتریخوالي له امله کډه کیدو ته اړې شوې دي.

خو دا شمیر د هغو میرمنو ترمنځ چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه ترکیې ته تللي په ترتیب سره ۳۱ او ۳۸ سلنه وو.

دغه مرکز ویلي چې په ترکیه کې د میشتو افغان میرمنو ترمنځ د روغتیا، حفظ الصحې، اړیکو ته د لاس رسي او بیرته ستنیدلو په برخه کې مرستو ته اړتیاوې شته دي.

ددغه مرکز د سروې له مخې ۳۱ سلنه ښځو ویلي چې خپلو ځانونو او بچیانو لپاره یو خوندي چاپیریال ته اړتیا لري او ۴۸ سلنه نورو د بیا میشتیدو په برخه کې د مرستو اړتیا یادونه کړې ده.

په دې سروې کې د بیا میشت کیدو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ او د ترکیې د کډوالو د ادارې مرستو ته د افغان میرمنود اړتیاو یادونه شوې ده.

د مختلط مهاجرت مرکز شمیرنې ښيي چې اوس مهال په ترکیه کې شاوخوا ۱۴۰ زره افغان کډوال دیره دي چې ۳۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو او د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د بندیزونو په ګډون د یو شمیرعواملو له امله دغه هیواد څخه ګاونډیو او د ترکیې په ګډون د سیمې هیوادونو ته کډه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG