د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: کندز کې مو د یو مهم پل د ړنګولو هڅه شنډه کړې


له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د کندز د ښار شاو خوا څلور کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې سختې شوي دي.
له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د کندز د ښار شاو خوا څلور کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې سختې شوي دي.

کندز کې ولایتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له خوا د الچین پل د تخریب هڅه یې چې دغه ښار د شیرخان بندر، دشت ارچي او امام صیب ولسوالیو سره نښلوي شنډه کړې، خو طالبانو د پل د تخریب پړه په بهرنیو ځواکونو اچولې ده.

له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د کندز د ښار شاو خوا څلور کیلومترۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې سختې شوي دي، ددغو جګړو په نتیجه کې افغان ځواکونو تیره ورځ د خان اباد ولسوالۍ له لاسه ورکړه خو د ورځې په پای کې یې بیرته ونیوله.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو بیګاه شپه په ځايي وخت تقریبا ۹:۰۰ بجې مخالفو وسله والو طالبانو غوښتل د کندوز د ښار شمال لور ته د شیرخان بندر، دشت ارچي او امام صیب – کندوز تر منځ پر لویه لار جوړ شوی د الچین پل تخریب کړي.

هغه زیاته کړه چې وسله والو چاودیدونکي مواد د پله د تخریب لپاره انتقالول چې انفجار یې کړې په نتیجه کې يې ۳ تنه طالبان مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

محمود دانش وویل چې ددغې چاودنې له امله یوازې د پله کټارې تخریب شوي دي خو موټرې پرې په اسانۍ تګ راتګ کولای شي.

د الچين پله د سیمې پوستې اوس مهال د مخالفو وسله والو په واک کې دي، خو په هغه ځای کې چې افغان سرتیرو خط اچولې ددغه پله لیدل ستونزمن دي.

د الچین له پله د پورې غاړې سیمې عسقلان اوسیدونکي وايي چې دغه پل لا هم تر اوسه پورې روغ دی خو په سیمه کې چاودنه شوی نو ځکه خلکو اوازه اچولې.

د عسقلان خلک هم یو ډول شکمن دي ځکه چې پله نزدې راتلل نه کیږي او سیمه د دواړو قواو تر منځ د جګړې سیمه ده.

له دې پرته د کندز د ښار جنوب لور ته د انګورباغ په سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو هم بیګاه بریدونه شوي، ددغې سیمې خلک له کورونو وتلي او طالبانو یې په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي.

په کندوز کې له تیرو څلورو ورځو راپه دیخوا بریښنا نشته، دجګړې په لومړۍ ورځ د الچین پله په سیمه کې بریښنا قطع شوې او تراوسه ددغه ولایت خلک د بریښنا له نشتوالي څخه له ستونزو سره مخ دي.

د خلکو تر منځ اړیکې غوڅې شوي، او لارې د جګړو له امله بندې دي.

د بلې خوا طالبانو د الچین د پله د تخریب پړه په امریکایي ځواکونو اچولې او ویلي دي چې بهرنیو ځواکونو دا کار د افغان ځواکونو په غوښتنه اومشوره کړی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې یره شپه امریکايي الوتکو دکندز الچین پلپه سر د طالبانو په یوه پوسته هوايي برید وکړ، چې له امله یې درې طالبان ووژل شول او دپل یوه برخه همویجاړه شوه.

طالبانو په دغه بیان کې ادعا کړې چې افغان ځواکونو غوښتل چې د دغه پل په ویجاړیدو سره د کندز ښار ته د طالب وسله والو د برمختګ مخه ونیسي .

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG