د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل غونډه د سولې پر لاروچارو غور کوي


د غونډې برخه وال د عامه افکارو او د سولې د روان بهیر په اړه خبرې کوي
د غونډې برخه وال د عامه افکارو او د سولې د روان بهیر په اړه خبرې کوي

تر هغې چې افغانستان د سیمې هیوادونو سره همپالنې ته لاس رسی پیدا نه کړي په افغانستان کې سوله راتلل ستونزمنه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز مشر فرامرز تنما چې نن یې په کابل کې په افغانستان کې د سولې بهیر او د عامه افکارو سمون په نوم په جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې په تیرو کلنو کې تهدیدات له بهر څخه پر افغانستان تحمیل شوي دي او په اوږد مهال کې سولې ته د رسیدو لپاره باید افغانستان د سیمې له هیوادونو سره همپالنې ته ورسیږي.

د ښاغلي تمنا په وینا په سیمه کې درې لوی امنیتي سیستمونه چې منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځنی ختیځ دي، شتون لري چې افغانستان تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې یو له دغو امنیتي سیستمونو سره یو ځای شي ، خو په اوږد مهال کې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتلو لپاره باید افغانستان له دغو سیستمونو سره ځان ونښلوي.

د سولې د بهیر او د عامه افکارو سمون په هکله په دغې غونډه کې چارواکي وویل چې په تیرو کلنو کې داسې انګیرل شوې وه چې افغانستان د ستونزو پیدا کوونکی هیواد دی، خو دوی په دې باور دي چې افغانستان په خپله په ستونزو کې را ایسار شوی دی.

ښاغلی تمنا وايي "موږ باید په سیمه کې په اقتصاد ولاړې ټولنې په لټه کې اوسو چې افغانستان وکولای شي دلته د سیمې د هیوادونو ګټې سره ونښلوي چې په افغانستان کې نا امني هغوی ته اقتصادي ضرر وي ، دا کار په اوږد مهال کې سولې ته د رسیدو لار ده".

همداشان د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې په برخه کې باید نوې مفکوره جوړه شي او نوې فضا رامنځ ته شي.

د سولې د عالي‌ شورا غړی قاضي امین وقاد چې نن په سولې په هکله په جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې په دې وروسیتو کې د ملي یووالي د حکومت د جمهور ریس او اجرايوي مشر ترمنځ را ولاړ شوي اختلافات د سولې په خبرو اغیزه کړې ده او د سولې بهیر یې ټکنی کړی دی.

چارواکي وايي چې د سولې په بهیر کې باید دواړه خواوې حکومت او هم مخالفین باید خپلې غوښتنې را کمې کړي ترڅو یوې هوکړې ته ورسیږي.

ښاغی وقاد وايي "هغه اعتماد چې په نوي حکومت ،‌سیمې او نړۍ پیدا شوی دی ، ځینې حوادث او تیروتنې دغه اعتماد ته زیان رسوي، خو موږ هیله من یو چې دا اعتماد اعاده شي د سولې آدرس ، د مذاکراتو هییت او حکومتي‌ چارواکو او دخلکو د استازو په سلا را منځ ته شي او خپل کار پیل کړي".

که څه هم د سولې د روان بهیر په هکله عام افغانان زیات هیله من نه دي ، خو وايي چې باید د ملي یووالي حکومت چې خلکو سره کومې ژمنې کړي، باید پرې عمل وکړي.

د نازي امیري په نوم د کابل ښار یوه اوسیدونکې امریکا غږ ته وویل که څه هم په تیرو څوارلسو کلنو کې زیات وخت له لاسه تللی دی ، خو باید حکومت دې خپلې ژمنې خلکو سره پوره کړي.

میرمن امیري وايي "لطفآ هغه وعدې چې مو خلکو ته ورکړي ، عملي یې کړۍ خلک ستړي شوي‌ دي ، ترڅو به رنځ ،‌ وزګارتیا او ستونزې د افغانستان خلک تجربه کوي".

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي تمه لري چې ډیر ژر د حکومت او ددوی ترمنځ په دې سلا وشي چې د سولې خبرې چیرته او کله پیل شي،‌دا چې خبرې اوس مهال یوازې د جمهور ریس او اجراییه ریس ترمنځ دي.

XS
SM
MD
LG