د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا ژولي کابل ته تللې


انجلینا ژولي کابل ته تللې
انجلینا ژولي کابل ته تللې

دا دوهم ځل دی چی د امریکا مشهوره سینمایی لوبغاړې اجلینا ژولي افغانستان ته ځي.

هغی افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کی د نړیوالی ټولنی څخه وغوښتل چی د بزگرو مهاجرینو سره چی د پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي مرسته وکړي.

ژولی چې د ملگرو ملتونو د مهاجرینو په دفتر کی د حسن نیت سفیره ده پرون د کابل د ښار په ځینو برخو کې وگرځیده او د هغو مهاجرینو سره یې وکتل چې پدې وروستیو کی د گاونډو هیوادو نه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي خو اوس د بیلابیلو ستونزو له کبله د سختیو او اندیښنو سره مخامخ دي.

هغې د یو داسې ځای نه لیدنه وکړه چې پکې پنځوس کورنۍ یو ځای ژوند کوي.

دا ځای په کابل کی د ۳۱ هغو ځایونو په لست کی شامل دی چی مهاجرین د یو غیر رسمی کمپ په شان پکي ژوند کوي.

هغی بل په قره باغ کې د هغه ښونځي نه لیدنه وکړه چې د هغې په مرسته د نجونو دپاره جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG