د لاس رسي وړ اتصالات

په اشنغر کې ٦٠٠ پښتانه چا وژلي وو؟


د بابړي پښتنو په ١٩۴٨ کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سوله ییزه مظاهره کړې وه
د بابړي پښتنو په ١٩۴٨ کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سوله ییزه مظاهره کړې وه

د ١٩۴٨ کال د اگست په دولسمه پاکستاني قواو د اشنغر په بابړې کې ٦٠٠ پښتانه اعتراض کوونکي په ډله ییزه توگه ووژل.

د شنبې په ورځ په زرگونو پښتانه د بابړې سیمې ته د هغو ٦٠٠ پښتنو د یادښت په مراسمو کې د گډون لپاره ورغلي وو چې د پاکستان د پخواني صدراعظم قیوم خان د حکومت په وخت پولیسو او ملیشه قواو په ډله ییزه توگه وژلي وو.

د بابړي پښتنو په ١٩۴٨ کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سوله ییزه مظاهره کړې وه، خو د تاریخ پوهانو په وینا د هغوی د حق غوښتنې ناره په ډله ییزه وژنه واوښته.

څیړونکي وایي د نړۍ په تاریخ کې په یوه سیاسي کشاله کې په یوه ورځ دومره ګڼ شمیر سوله ییز اعتراض کوونکي بل هیڅ چیرته نه دي وژل شوي.

په نننیو مراسمو کې دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر میا افتخارحسین ویلي چې د واک په ترلاسه کولو سره به د هغوی [گوند] د بابړې دوسیه یو ځل بیا راوسپړي او د وژل شویو پښتنو "د وینو سره به انصاف وکړي".

ښاغلي میا افتخار وویل د پاکستان د جوړیدو سره سم چې په دې هیواد کې د "پښتنو سره د زور زیاتي کومه لړۍ پیل شوې وه هغه تر ننه دوام لري". د هغه په وینا "پرون یې د بابړې په میدان کې په سوونو پښتانه په ګولیو ویشتلي وو او نن پښتانه په دې خاوره کې وژل کیږي، زورول کیږي او د بشري حقونو نه محروم دي".

د پښتو پوهاند سلیم راز د بابړې د تاریخي پیښې د پس منظر په هکله د امریکا غږ ته ویلي چې " د ١٩۴٨ کال د اگست په دولسمه خدایي خدمتګارو د خپلو مشرانو باچا خان، ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور او نورو خدایي خدمتګارو د ګرفتارۍ په ضد د بابړې په میدان کې د پر امنه احتجاج کولو پروګرام جوړ کړی ؤ. کله چې دغه په زرګونو خدایي خدمتګار د بابړې میدان ته ورسیدل نو هلته پرې ملیشه او پولیس ځواکونو نیغ په نیغه ډزې وکړې او په سلګونو پښتانه یې وژل."

د بابړې عیني شاهدان
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00

ددغې پیښې عینې شاهدان چې اوس ډیر کم پاتې دي وایي، په خدایې خدمتګارو چې کومې ګولۍ چلیدلې وې په هغې کې د ۶۰۰ نه زیات خلک وژل شوي وو، خو شپږ سوه مړي معلوم شول او نور د هغه وخت د حکومت د رسوایۍ نه د بچ کولو په خاطر د جیندي په سیند لاهو کړای شول.

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان چې دبابړې دپيښې په وخت ماشوم ؤ خو دغه ټولې کیسې یې دخپل نیکه باچاخان اؤ خان عبدالولي خان نه اوریدلي دي وایي "دا یوازې دغه شمیره هم نه وه چې خلکو نوټ کړې وه بلکې د سوؤنو پښتنو مړي خو یې په سیند لاهو کړي وؤ"

په پاکستان کې په ځانگړې توگه په خیبر پښتونخوا کې د تیرو څو کلونو راهسې د بابړې د پيښې کلیزه په درناوي سره نمانځل کیږي. سږکال د ټولې نړۍ څخه پښتنو په ټولنیزو رسنیو کې د بابړې د پيښې یاد ژوندی ساتلی او په فیسبوک او ټویټر یې ددغه پیښې په اړه عکسونه او لیکنې خپرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG