د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وایي ننګرهارکې د پولیو شپږمه پیښه ثبت کړې


په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر دیارلسو ته رسیدلی دی
په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر دیارلسو ته رسیدلی دی

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت وایي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دا پیښه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ دوی ثبت کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د کتلوي معافیت د څانګې مرستیال ډاکټر ګلا خان ایوب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پولیو دا تازه پیښه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ دوی ثبت کړې ده.

ډاکټر ایوب وویل " دا لس میاشتنۍ ماشوم دی د بټي کوټ د ولسوالۍ د چهاردهي په سیمه کې اوسیږي او تر اوسه یې د پولیو هیڅ واکسین نه دی اخیستی".

د دې نوې پیښې دمخه تیره اونۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ننګرهارد ولایت په دوه ناامنو ولسوالیو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ درې نوو پیښو د ثبت خبر ورکړی وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د څانګې چارواکي وایي چې د پولیو درې پیښې د ننګرهار د ولایت په دوه ناامنو ولسیوالیو اچین او شیرزادو کې ثبتې شوي دي.

دغه وزارت وایي چې په دغو دوه ولسوالیو کې یو شمیر ماشومان د سږکال په پسرلي او دوبي کې د پولیو د واکسین له کمپاینونو څخه پاتې شوي وو.

د تیرې اونۍ دریو پولیو ځپلو ماشومانو څخه دوه یې هلکان او یوه یې انجلۍ وه .

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په اچین او شیرزادو ولسوالیو کې د پولیو له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کیدو یو علت په دغو دواړو ولسوالیو کې ناامني ده.

سږکال د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د پولیو دوه نورې پیښې هم ثبتې شوې وې.

د دې نوې پیښې د ثبت وروسته سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر دیاولسو ته ورسیده.

د ننګرهار وروسته د پولیو زیاتې پیښې د فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

په فراه کې څلور او په هرات، نیمروز او هلمند کې تراوسه یوه یوه د پولیو پیښه ثبته شوې ده.

تیرکال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۸ پیښې ثبتې شوې و

XS
SM
MD
LG