د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا: د حکمتیار نوم دې له تور لیست نه حذف شي


د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب یو دوه کسیز پلاوي له نږدې یوې میاشتې راهیسې د سولې عالي شورا د استازو سره خبرې پیل کړي.

د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب یو دوه کسیز پلاوي له نږدې یوې میاشتې راهیسې د سولې عالي شورا د استازو سره خبرې پیل کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وایي، دا شورا د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د استازو سره تر اویا فیصدو پورې د بحث وړ مسائلو باندې موافقې ته رسیدلي او ټاکل شوې، چې په راتلونکو دوه غونډو کې په پاتې مسئلو هم سره موافقې ته ورسیږي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند نن د پنچشنبې په ورځ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د دواړو لوریو له خوا په شوو خبرو کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لیست څخه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار او د دغه حزب د نورو مشرانو د نومونو د ایستلو په مسله هم یو ډول موافقه شوې ده.

مولوي اوچقوند وویل "د هغې په سر هم یو ډول موافقه وشوه چې د سولې عالي شورا د افغانستان له حکومت څخه غواړي، تر څو افغان حکومت د افغانستان د خلکو په استازیتوب د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو څخه وغواړي، چې په دې برخه کې د سولې د عالي شورا د سولې بهیر سره مرسته وکړي".

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازو دغې شورا ته په دریو فصلونو کې یو ۲۶ ماده ایز وړاندیز سپارلی وو، چې دوه ورځې وړاندې د سولي د عالي شورا د مشرتابه په غوڼده کې پرې بحثونه وشول او پریکړه وشوه چې بیا د حزب اسلامي د استازو سره په دغو وړاندیزونو خبرې وشي.

مولوي عبدالخبیر اوچقوند وویل، چې ټاکل شوې نن د پنچشنبې په ورځ بیا د سولې د عالي شورا او د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازي خبرو ته کښیني او نورو مسلو ته، چې لا تراوسه پرې موافقه نه ده شوې د حل لار ولټوي.

مولوي اوچقوند وویل "د دې لپاره چې په تیرو دوو ورځو کې چې د سولې د عالي شورا د مشرتابه په غونډه کې چې د دواړو لوریو نظریات وارزول شول، ډیر زیات موارد شته چې د تطبیق وړ دي او داسې مواد یا پاراګراف نه وینو چې خدای نخواسته دغې پروسې ته زیان ورسوي او یا یې په ټپه ودروي".

نږدې ۲۵ ورځې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب، یو دوه کسیز پلاوی چې مشري یې محمد امین کریم کوي د افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره کابل ته راغی.

محمد امین کریم امریکا غږ اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، اسلامي حزب د سولې د خبرو لپاره کوم مخکینی شرط نه لري او غواړي چې د یو بین الافغاني تفاهم له لارې افغان حکومت سره موافقې ته ورسیږي.

خو محمد امین کریم د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره د سولې د بهیر څخه د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړ ډیر ضروري بولي.

ښاغلي امین وویل "کومه پوښتنه چې نن د افغانستان خلکو او نړۍ سره شته، هغه دا ده چې د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې څومره ژمن دی، زه د هغو معلوماتو له مخې چې لرم یې دا ویل غواړم چې د سولې د خبرو بهیر دوه اړخونه لري، چې یو یې کورنی او بل یې بهرنی دی، په بهرني اړخ کې له بده مرغه یوه برخه د کار د امریکا پورې تړاو لري او د معلوماتو له مخې د سولې او زمونو له خاورې د خپلو پوځیانو د وتلو په برخو کې د ښاغلي اوباما د ژمنو سره سره، اوس هم د جګړې ملاتړې کړئ چې پوځي لابي کوي په افغانستان کې د جګړې او وینو د تویدلو دوام غواړي".

د حزب اسلامي دغه استازي وویل تر هغې چې د سولې په برخه کې د امریکا دریځ څرګند نه شي په افغانستان کې به ستونزې همداسې دوام ومومي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ٢٠٠٣ کال د فبرورۍ په ١٩ د گلبدین حکمتیار نوم د القاعده او طالبانو په ترهگریزو اعمالو کې د لاس لرلو په تور ددې ادارې د ترهگرو په لیست کې شامل کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو ددې اقدام څخه یوه ورځ وروسته د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا د حکومت په غوښتنه د حکمتیار نوم د نړیوالو ترهگرو په لیست کې شامل کړ.

XS
SM
MD
LG