د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په خلاف لاریون


کابل کې د همبستګۍ د ګوند له خوا امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په خلاف لاریون
کابل کې د همبستګۍ د ګوند له خوا امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په خلاف لاریون

د همبستګۍ په نوم د یو ګوند سلګونو غړو نن یکشنبې د کابل په سینما پامیر سیمه کې سړک ته راوتلي وو او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي حضور او هم په عراق کې د داعش دډلې پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو په کلکه غندنه کوله او ویل یې چې نه امریکا غواړو نه د طالبانو ډله بلکې واک دې ولس ته وسپارل شي.

له امریکا او ناټو سره امنیتي تړون خیانت او وطن پلورل دي.

دغه راز لاریون کوونکو د کوباني د خلکو په پلوي د داعش د ډلې بیرغ ته هم اور ورته کړ او ادعا یې کوله چې امریکا له دغې ډلې څخه ملاتړ کوي.

ددغه لاریون یو تنظمونکي حفیظ راسخ امریکا غږ ته وویل پر افغانستان د امریکا د تیري ۱۳ کاله پوره شوي دوي دا تیری په کلکه غندي.

حفیظ راسخ وویل " موږ له افغانستان څخه د آمریکايي پوځیانو وتل غواړو، له امریکا سره امنیتي تړون د افغانانو په ګټه نه بلکې په زیان دی، کومې اډې چې ایجادیږي افغانان به په راتلونکې کې له بدبختیو سره مخ کړي".

حفیظ راسخ زیاته کړه چې دوی د کوباني له خلکو څخه دفاع کوي او د داعش پر وړاندې یې د هغوي له مبارزې څخه ملاتړ وکړ.

د افغانستان د همبستګۍ د ګوند د افغانستان او امریکا او افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د لاسلیک په خلاف دغه لاریون په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې یوه تازه سروې دا ښیې چې اکثریت افغانان ددغو تړونونو نه ملاتړ کوي.

په کابل کې د هشت صبح په نوم د یوې ورځپاڼې له خوا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې یوه سروې کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه ویل شوي چې ۶۷ سلنه افغانان له امریکا سره د امنیتي تړون پلوي او ملاتړ کوي.

دافغانستان نوي ولسمشر اشرف اغني احمدزي د خپل کار په دویمه ورځ له امریکا او ناټو سره دوه جلا امنیتي تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې یو محدود شمیر نړیوال عسکر پاتي شي.

د افغنستان د همبستګۍ ګوند یو له هغو په لسګونو ګوندونو نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدلو وروسته ددغه هیواد د عدلیې د وزارت نه د فعالیت جواز اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG