د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیه: فساد په نړۍ کې د ډیرو ستونزو زړه دی


د بریتانیې صدراعظم په لندن کې د فسادضد غوڼډې کوربه توب وکړ
د بریتانیې صدراعظم په لندن کې د فسادضد غوڼډې کوربه توب وکړ

د افغانستان په شمول د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو د فساد پر ضد په نړیواله کچه او د هیوادنو دننه په همکارۍ او جدې مبارزې ژمنه وکړه.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کمیرون په لندن کې د فساد ضد نړیوالې غوڼډې کوربه و. د غونډې ګډون وال پدې همغږه شوو چې حکومتي او غیر حکومتي اداري فساد د ترهګرۍ او سخت دریځۍ لمن پراخه کړې ده.

ښاغلي کمیرون، فساد د نړۍ د زیاتره ستونزو په زړه کې د سرطان دانه وبلله. کامیرون وویل په ډیرو هیوادونو کې اداري فساد د هماغه هیوادونو او حتی د بریتانیې امنیت ته تهدید پيښ کړې دی.

هغه وویل ټول باید د فساد سره مبارزه وکړو "که مونږ غواړو چې ترهګرۍ او سخت دریځۍ ته ماتې ورکړو، نو پدې باید پوه شو چې فساد او عدالت ته نه لاسرسی ددی سبب کیږي چې خلک سخت دریځۍ ته وهڅوي".

ددی نړویالې غوڼډې په ترڅ کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل په افغانستان کې فساد څو کورني او بیروني اړخونه لري او له اروپایي هیوادونو يي هیله وکړه چې د مخدراتو د قاچاق پر ضد جدي مبارزه وکړي.

جمهور رئیس غني د بریتانیې د کورنیو چارو له وزیرې تریسا می سره هم د ترهګرۍ، سازمان شویو جرمونو او مخدره موادو سره په مبارزې جلا خبرې وکړې.

پدې نړیواله غوڼډه کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل فساد د سخت دریځۍ په څیر د نړۍ په کچه یو لوی خطر دی چې باید مبارزه ورسره وشي.

ښاغلي کیري وویل، "موږ په داسې یوه مبارزه کې یو چې د ټولو لپاره ده او اداري فساد داسی یو خطرناک دښمن دی چې د ټولو هیوادونه تباه کوي."

پدې غوڼډه کې د افغانستان، کولمبیا او نایجریا ولسمشرانو ګډون کړې و
پدې غوڼډه کې د افغانستان، کولمبیا او نایجریا ولسمشرانو ګډون کړې و

ددې غونډې هدف دادی چې فساد په ټولنه کې په ټولو کچو رابرسیره، مجازات او له منځه یوړل شي. همداراز دغه غونډه د بریتانیا او متحده ایالاتو په څیر د بډایو هیوادونو کړنې تر پوښتنې لاندې نیسې.

ددې غوڼډې د هدفونو څو مهم ټکي

  • داسی شفاف خدمات باید عرضه شي چې ولسونه په حکومت او د قانون په تطبیق باور وکړي او په اقتصادي او سیاسي ناسمیو کې هغو اندیښنو او شکایتونو ته غوږ ونیول شي چې د تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ د زیاتیدو عمده علت ګڼل کیږي.
  • فساد سره مبارزه باید د هیواد په کچه لمړی توب ولري او داسی اقدامات باید وشي چې فساد په حکومتي، خصوصي سکتور او نورو فعاله ټولنو کې له منځه لاړ او یا یي مخنیوی وشي.
  • د فساد ضد ګامونه باید د نړیوالې همکارۍ په رڼا کې د موجوده ټکنالوجۍ او پرمختللو وسایلو په وسیله په کارونو کې شفافیت، څرګند اصول او حساب ورکولو کې زیات شي.
  • په فساد ککړ کسان باید سخت مجازات او زیانمن شویو خلکو سره باید عدالت او مرسته وشي.

د فساد ضد دا نړیوال کنفرانس د یوې ورځې لپاره جوړ شوې و.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG