د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار اچین کې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي


افغان ځواکونو د ننګرهار په یوشمیر ولسوالیو کې د داعش د وسله والو د ځپلو لپاره له اونیو راهیسې حمزه په نوم عملیات پیل کړي.
افغان ځواکونو د ننګرهار په یوشمیر ولسوالیو کې د داعش د وسله والو د ځپلو لپاره له اونیو راهیسې حمزه په نوم عملیات پیل کړي.

په ختیخ زون کې د پوځ چارواکي چې ددغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د کمانډو ځواکونو په عملیات کې یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو قوماندانو په ګډون دوه ویشت داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شېرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل:" په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کمانډو او څلورمې لوا ځواکونو د توپچي بریدونو په حمایې سره د دوو قوماندانونعمان او ثاقب په ګډون ۲۲ داعش وسله وال ووژل او یو شمېر وسلې، موټرې او موټرې او موټر سایکلونه یې هم له منځه وړل شوي دي".

نوموړی وايي په دغو عملیاتو کې ګڼې سیمې حکومتي قواوو نیولي او داعش وسله وال یې ترې ویستلي دی.

ښاغلی فقیري زیاتوي:"په دغو عملیاتو کې مو د انتن له تپې څخه تر پېخې مامند دره او د اچین د لته بند بازار پورې سیمې مو له داعش څخه پاکې کړي دي".

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول ازدو په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې د کوټ په ولسوالۍ کې یې هم د حمزه عملیاتو په ترڅ کې د اخونزادګانو په سیمه کې پرمختګ کړی او د داعش هغه ماینونه یې خنثی کړي چې په لویو لارو کې یې ښخ کړي وو.

تر اوسه داعش وسله والو ددغې مرګ ژوبلې او عملیاتو د پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي.

د اچین ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي حکومتي قواوې له تېرې یوې میاشتې راهیسې مخکې نه دي تللي او د داعش ډلې ګواښ یې په ولسوالۍ کې ورځ تر بلې زیاتېږي.

ددغې ولسوالۍ یو قومي مشر ملک کمین امریکا غږ ته وویل:" عملیات مخکې نه ځي او بس یوازې خپلې زړې پوستې ساتي، نو عملیات خو چې کامیابېږي په پرختګ کامیابېږي".

هغه وايي که حکومت دا وار هم عملیات په نیمايي کې پرېږدي نو داعش به د سیمې خلک په ډېرې بې رحمۍ سره ووژني.

خو د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې تر عملیاتو وروسته به د اچین ولسوالۍ په ګټل شویو سیمو کې امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي.

XS
SM
MD
LG