د لاس رسي وړ اتصالات

یوې محکمې د اسلام ضد فیلم جوړونکي د نیولو امر صادر کړی


د امریکا یوې قاضي د هغه کس د نیولو امر صادر کړی دی چې د اسلام پر ضد یې پارونکی فیلم جوړ کړی وو او له امله یې په اسلامي نړۍ کې څو اونۍ خونړۍ مظاهرې رامنځ ته سوې.

قاضي سوزانې سیګل د پنجشنبې په ورځ د نیکولا بسلي نیکولا د نیولو امر په دې خاطر صادر کړ چې نوموړي خپل د امتحاني دورې مقررات تر پښو لاندي کړو وو. هغه په کال ۲۰۱۰ کې د بانکي غلا په تور محکوم شوی و او په امتحاني دورې کې اچول شوی وو. نوموړی د یو لړ فعالیتونو څخه منع شوی وو.


دا ځل هغه په ضمانت هم نشي آزادېدای. میرمن سیګل خپل د حکم د صادرولو په ترڅ کې وویل چې پر متهم باندي اعتماد نشوای کیدای ځکه هغه تښتېدای شوای.


فیدرالي څارنوالان وايي چې نکولا د خپل امتحاني دورې اته مادې تر پښو لاندي کړي دي او دغه راز تحقیق کونکو افسرانو ته یې درواغ هم ویلي دي.



نیکولا چې د مسلمانانو د معصومیت په نامه یې یو جنجالي فیلم جوړ کړی دی د روانې میاشتې په پیل کې د تحقیق کونکو له خوا د لنډې مودې لپاره ونیول شو.


په دغه فیلم کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی شوی وو او له امله یې په اسلامي نړۍ کې مسلمانان راپورته شول او د امریکا پرضد یې مظاهرې وکړې چې په لړ کې یې څو کسه ووژل شول او موقع غوښتونکو د امریکا پر سفارتخانو، سیمه ایزو ښونځیو او کاروبارونه باندي بریدونه وکړل.
XS
SM
MD
LG