د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د برما د مسلمانانو په ملاتړ مظاهرې شوي


 تېره اونۍ هم د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو محصلینو د میانمار د رژیم د اعمالو د غندلو لپاره مظاهرې کړې وې.
تېره اونۍ هم د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو محصلینو د میانمار د رژیم د اعمالو د غندلو لپاره مظاهرې کړې وې.

نن په کابل، قلات او تالقانو په ښارونو کې د برما د روهینګه مسلمانانو سره د میانمار د رژیم د اقداماتو د غندنې او د روهینګه مسلمانانو سره د ملاتړ د څرګندولو لپاره مظاهرې شوې دي.

په کابل کې د جمعې په ورځ په دوه جلا مظاهرو کې چې یوه یې له غرمې وړاندې د سترې محمکې مخ ته وشوه د مظاهرې ګډونوالو د برما د مسلمانانو سره د ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ د افغان حکومت څخه وغوښتل چې په مصر کې د اعدامونو د پیل شوې لړۍ په باب دې خپل دریځ روښانه کړي.

د دغې مظاهرې یو تنظموونکي فهیم فرواک وویل چې افغان حکومت د برما د مسلمانانو په هکله خپل دریځ څرګند کړی دی خو د مصر په باب لا هم چوپه خوله پاتې شوی دی.

" افغان حکومت د میانمار په اړه خپل دریځ روښانه کړی، خو د مصر د اعدامونو په اړه یې هیڅ نه دي ویلي، ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشر حقونو هم د دې غلط حکم په اړه چوپه خوله دي، له ټولو نه په ټینګه غواړو چې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي".

د مصر یوې محکمې د اخوان المسلیمن د مشر محمد بدیع، د مصر پخواني جمهور رئیس محمد مرسي او د اخوان المسلیمن د ګوند یوشمیر نورفعالین په اعدام محکوم کړي دي.

دغه راز، په کابل کې د جمعې د لمانځه وروسته د عیدګاه جومات سره نږدې په حضوري چمن کې په یوه بله لویه مظاهره کې چې د محصلینو د اسلامي ټولنې له خوا یې بندوبست شوی وو او په سلکونو کسانو په کې برخه اخیستې وه د روهینګه مسلمانانو په وړاندې د میانمار د رژیم د چلند غندنه وشوه.
د کابل سربیره نن د جمعې د لمانځه وروسته د زابل ولایت مرکز د قلات په ښار کې هم د برما د مسلمانانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره مظاهرې شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ هم د کندهار او تخار د ولایتونو په مرکز د تالقانو په ښارونو کې هم د برما د مسلمانانو په ملاتړ مظاهرې شوې وې.

په تالقانو کې د پنجشنبې د ورځې د مظاهرې یو ګډونوال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغه مظاهره کې یو شمیر مظاهره کوونکو تور بیرغونه هم اوچت کړي وو، چې د نورو مظاهره کوونکو د ناخوښۍ سبب شو.

داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ګوندې تور بیرغونه د داعش د پلویانو له خوا په دغه مظاهره کې پورته شوي وو.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور که څه هم په پرونۍ مظاهره کې تور او سپین بیرغونو اوچتیدل تائیدوي خو ښاغلي تیمور امریکا غږ ته وویل چې هر تور بیرغ د داعش بیرغ نه دی.

ښاغلي تیمور وویل چې دغې مظاهرې شپږ ساعته دوام وکړ او په سوله ایزه توګه پای ته ورسیده.

د دغو مظاهرو دمخه تېره اونۍ هم د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو په سلګونو محصلینو د میانمار د رژیم د اعمالو د غندلو لپاره د دې هېواد د مسلمانانو خواخوږۍ څرګندولو لپاره مظاهرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG