د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې د کلات د ښاروال پر ضد لاریون شوی


د زابل ولایت مرکز کلات کې لاریون کوونکي ددغه ولایت د چارواکو د تبدیلۍ غوښتنه کوي.
د زابل ولایت مرکز کلات کې لاریون کوونکي ددغه ولایت د چارواکو د تبدیلۍ غوښتنه کوي.

دا لاریون چې نن سهار پیل شوی له امله یې د کابل – کندهار لویه لاره هم له سهار نهو بجو راهیسې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

لاريون کونکي د زابل د ښاروال کریم الله حکیمي د لرې کيدو غوښتنه کوي او پرې يې د فساد تورونه لګولي دي.

د زابل د ولايتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبيان وايي چې د زابل د ښاروالی په گډون يې د ګڼو ادارو د فساد شواهد والي ته وړاندې کړي خو د حقبیان پر وینا والي هم تراوسه په دې برخه کې څه نه دي کړي.

د زابل د ولایتي شور رئیس ادعا کوي چې د دغه ولایت والي هم په اختلاس کې لاس لري او دوی له مرکزي حکومت څخه د زابل د چارواکو د گوښه کيدو غوښتنه هم کوي.

د زابل ښاروال کريم الله حکيمي د خپل ځان په اړه لگيدلي تورونه ناسم گڼي او وايي چې لاريون د مافيايي کړيو له لوري پلان شوی.

نوموړي امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې ځينې اشخاص د خپلو شخصي گټو د ساتلو لپاره دا کار کوي او دهد داسي کړنو مخه نيولې ده.

د زابل والي بسم الله افغانمل امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې د لاريون کونکو له لس کسيزه پلاوي سره يې ليدلي او د کلات د ښاروال په اړه يې د هغوی شکايت تر مرکزي ادارې پورې رسولی دی.

لاريون کونکي چي د زابل د ولايتي شورا او د دې ولايت د قومونو شورا غړي پکښې گډون لري گواښ کوي چې د ښاروال د گوښه تر وخته به لار د ترافيکو پر مخ پرا نه نيزي.

د کابل ـ کندهار د لويې لارې د بنديدو له کبله تر دووه سوه زيات مسافر وړونکي بسونه او بار وړونکي لارۍ د سړک يوې او بلي خواته بندې پاته دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG